ځوان هندي الاصله ایرلنډی لئو ورادکار د ایرلنډ د لومړي وزیر په توګه وټاکل شو.
د هندي پلار او ایرلنډي مور زوی د ایرلنډ د لومړي وزیر په توګه وټاکل شو
ځوان هندي الاصله ایرلنډی لئو ورادکار د ایرلنډ د لومړي وزیر په توګه وټاکل شو.
۳۸ کلن ځوان هندي الاصله سیاستوال لئو ورادکار تیره ورځ (د ایرلنډي کورنۍ) په نامه د واکمن ګوند مشر په توګه د ټاکل کیدو نه وروسته د نوموړي هیواد د لومړي وزیر په توګه وټاکل شو.
د ویلو ده چې لئو ورادکار هله د ( ایرلنډي کورنۍ ) ګوند د مشر په توګه وټاکل شو چې د نوموړي ګوند پخواني مشر او لومړي وزیر اندا کني د تیرې مې میاشتې په ۱۷ مه نیټه د ګوند د مشرۍ او لومړي وزیرۍ له دندې استعفا ورکړه.
هغه استعفا نه وروسته خبریالانو ته ویلي وو چې د ایرلنډۍ کورنۍ یا فاین ګایل د ګوند د نوي مشر د ټاکل کیدو پورې به خپلې دندې ته دوام ورکړي.
د ایرلنډۍ کورنۍ ګوند تیره ورځ د نوي مشر لپاره ټاکنې وکړې چې ۳۸ کلنه هندي الاصله لئو ورادکار د ۶۰ سلنه رایو په ترلاسه کولو سره د یاد شوي ګوند د نوي مشر په توګه وټاکل شو.
لئو ورادکار د ایرلنډ د لومړني ځوان لومړي وزیر لقب ترلاسه کړ.
همداشان نوموړی چې پخپله همجنسبار دی د نوموړي هیواد د لومړني همجنسباز لومړي وزیر لقب هم ترلاسه کړ.
ایرلنډ چې ۸۵ سلنه نفوس يي کاتولیک مسیحیان دي پدې هیواد کې تر ۱۹۹۳ کاله پورې همجنسبازي ستر جرم بلل کیده.
د ایرلنډ نوی لومړی وزیر د هندي پلار او ایرلنډي مور زوی دی.
هغه په تیر حکومت کې د ټولنیزې دفاع د وزیر په توګه دنده ترسره کوله.
اړوند خبرونه
چین په بیجینګ کې د المان سفیر بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ
چین په بیجینګ کې د جرمني سفیر پاتریشیا فلور د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ.