د لیبیا د پخواني ولسمشر معمر القذافي زوی سیف الاسلام قذافي د خوشې شو.
د لیبیا د پخواني ولسمشر معمر القذافي زوی د عمومي بښنې په چوکاټ کې خوشې شو
د لیبیا د پخواني ولسمشر معمر القذافي زوی سیف الاسلام قذافي د خوشې شو.
د لیبیا د موقت حکومت د عدلیې وزارت سرپرست عیسی الصغیر د سیف الاسلام قذافي د خوشې کیدو د پریکړې نه خبر ورکړ.
د العربیې د خبر له مخې د لیبیا د پخواني ولسمشر معمرالقذافي زوی سیف الاسلام د امنیتي دلایلو له امله په خوندي سیمه کې ساتل شوی دی.
د لیبیا د موقت حکومت د عدلیې د وزارت سرپرست ویلي دي چې سیف الاسلام د پارلمان لخوا د تصویب شوي یو ځانګړي قانون له مخې بښل شوی او د خوشې کیدو پریکړه يي شوې ده .
د یادولو وړ ده چې سیف الاسلام قذافي د لیبیا د زنتان په ښار کې په زندان کې ساتل کیده. د لیبیا د موقت حکومت د عدلیې پخواني وزیر د زنتان ښار ته په استولي یو مکتوب کې ویلي وو چې د پارلمان لخوا د تصویب شوي د بښنې قانون له مخې د سیف الاسلام د خوشې کیدو پریکړه شوې ده . دا پریکړه باید هر څه ژر عملي کړی شي.
د لیبیا د عدلیې وزارت سرپرست عیسې الصغیر بیا ویلي دي چې ددې قانون له مخې قذافي ته به په ازاده ډول د هیواد دننه د تګ راتګ او حتا د هیواد نه د بهر وتو اجازه هم ورکړل شي.
همداشان د سیف الاسلام قذافي د مدافع وکیل کریم خان هم د هغه د خوشې کیدو نه خبر ورکړی دی. هغه د فرانس پرس خبري اژانس ته ویلي دي چې سیف الاسلام د لیبیا د موقت حکومت د عمومي بښنې په چوکاټ کې خوشې شوی دی . هغه ویلي دي چې قذافي په لیبیا کې د امنیتي دلایلو له امله په یوې خوندي سیمه کې ساتل کیږي.
د سیرت په ولایت کې د هغه د پلار معمرالقذافي د نیول کیدو او وژل کیدو نه لنډه موده وروسته نیول شوی وو.
سیف الاسلام په ۲۰۱۵ کال کې د محکمې لخوا د مظاهره کوونکو سره د ناوړه او ضد انساني چلند، د مظاهره کوونکو د وژلو، د کلو او ښارونو د محاصره کولو او بیت المال ته د زیان رسولو په تور د اعدام په جزا محکوم شو.
اړوند خبرونه
چین په بیجینګ کې د المان سفیر بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ
چین په بیجینګ کې د جرمني سفیر پاتریشیا فلور د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ.