روسیې لخوا  د ناټو سازمان غړیو هیوادونو ته  غیرې مستقیم  خبرداری .

روسیه وايي چې ددوې پرته د داعش پر خلاف مبارزه بریالۍ کیدی نشي

741701
روسیې لخوا  د ناټو سازمان غړیو هیوادونو ته  غیرې مستقیم  خبرداری .

روسیې  د ناټو سازمان غړیو هیوادونو ته  غیرې مستقیم  خبرداری ورکړ.

روسیې د ناټو سازمان  په غړیو هیوادونو په سوریه او عراق کې  د امریکا په مشرۍ په عسکري ایتلاف کې د ګډون د پریکړې له امله نیوکې وکړې  او په غیرې مستقیم  توګه يي ورته  خبرداری ورکړ.

په ناټو سازمان کې  د روسیې دایمې استازي  الکساندر ګرشکو  تیره اوونۍ ترسره شوي  د ناټو سازمان  په اړه  ارزونې وکړې.

هغه  د داعش پر خلاف د مبارزې په ایتلاف کې  د ناټو سازمان  په ګډون نیوکه وکړه او  وویل چې  «  د ناټو سازمان کیدی شي چې  پدې مبارزه کې  د روسیې او د داعش پر خلاف د مبارزې  د ایتلاف  د غړیو ترمنځه  د دوامداره  ارتباطاتو او  اړیکو په مخکې  ځیني خنډونه رامنځته کړي . »

هغه زیاته کړه چې پدې ایتلاف کې د ناټو سازمان ګډون به  د ناټو سازمان د غړیو هیوادونو او روسیې ترمنځه  د اړیکو د پرمختګ مخه هم  ونیسي.

هغه  د داعش پر خلاف د مبارزې په برخه کې د روسیې په اهمیت ټینګار وکړ او زیاته کړه چې  د روسیې ملاتړ پرته  ناټو هم  پډې برخه کې  بریالی کیدی نشي.

همداشان  د روسیې پرته  د ناټو لخوا د اړیکو ټینګول هم  ناممکنه خبره ده .



اړوند خبرونه