شمالي کوریا نن یو ځل بیا بالستیک توغندی وازمایه
شمالي کوریا نن سهار یو ځل بیا یو لنډ واټنه سکاټ ډوله بالستیک توغندی په بریالیتوب وازمایه.
شمالي کوریا نن سهار یو ځل بیا یو لنډ واټنه سکاټ ډوله بالستیک توغندی په بریالیتوب وازمایه.
سویلي کوریا پوځ ویلي دي چې شمالي کوریا نن د سهار په ساعتونو کې یو ځل بیا یو توغندی وازمایه .
همداشان د کوریا په ټاپو وزمي کې امریکايي ځواکونو هم د شمالي کوریا لخوا د توغندي د ازمایښت پخلی کړی دی.
سویلي کوریا پوځ ویلي دي چې شمالي کوریا نن دوشنبه د مې ۲۹ مه د سهار په ساعتونو کې د ختیځ لوري نه یو توغندی ګوزار کړی چې د جاپان د سوداګرۍ د منحصرې سیمې په شاوخوا کې لویدلی دی.
د یادولو وړ ده چې شمالي کوریا ولسمشر کیم جونګ اون تیره ورځ ویلي وو چې د پرمختللي دفاعي توغندیو د دافع هوا سیستم د جوړولو په لټه کې دي.
شمالي کوریا تیره اوونۍ هم دوه توغندي ازمایلي وو.
د کوریا په ټاپو وزمه کې د امریکايي ځواکونو ویاند ونسون خبري رسنیو ته ویلي دي چې شمالي کوریا نن دوشنبه د مې ۲۹ مه د سهار په ۵ بجو او لسو دقیقو د هیواد د ختیځ لوري نه د یوې عسکري هډې نه لنډ واټنه توغندی ګوزار کړ.
توغندی ۶ دقیقې وروسته د جاپان او سویلي کوریا د اوبو په منځ کې ولویده.
هغه ویلي دي چې دوې د نوموړي توغندي په اړه لا څیړنې کوي چې اوږد واټنه وو او که لنډ واټنه . همداشان د توغندي د نوع د معلومولو چارې دوام لري.
د بله پلوه سویلي کوریا بیا ویلي دي شمالي کوریا داځل سکاټ ډوله بالستیک توغندی ازمایلی دی.
جاپان ویلي دي چې د شمالي کوریا لخوا توغندی شوی توغندی ددوې د منحصرې سوداګرۍ سیمې په ۲۰۰ کیلومترۍ کې غورځیدلی دی . جاپان د شمالي کوریا دا ازمایښت په کلکه توګه غندلی دی.
د جاپان لومړي وزیر شینزو ابې خبریالانو ته ویلي دي چې د شمالي کوریا ددې اقدام په اړه به د امریکا او سویلي کوریا سره وغیږي. هغه ویلي دي چې د شمالي کوریا دا عمل زغملی نشي. شمالي کوریا د امریکا او نړۍ د ټولو غبرګونونو او خبرداریو سره سره د توغندیو ازمایښت ده دوام ورکوي. شمالي کوریا په ښکاره توګه ټولې نړۍ سره ډغرې وهي.
اړوند خبرونه
د امریکا ولسمشر بایدن د کډوالو په اړه خپل نوی پروګرام اعلان کړ. ۵۰۰ زرو تنو ته د امریکا تابعیت ورکوي
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له ۲۴ کلونو وروسته په رسمي سفر شمالي کوریا ته ولاړ.
د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون په هوايي ډګر کې د پوتین هرکلی وکړ.