په مانچستر كې دويمه چاودونه
د انګلستان د مانچستر په ښار كې د كنسرټ پر يو سالون باندې تر بېګاني بريد وروسته نن سهار هم ددې ښار د آرنډېل په سوداګريز مركز كې هم چاودنه اورېدل شوې ده.
737707
د انګلستان د مانچستر په ښار كې د كنسرټ پر يو سالون باندې تر بېګاني بريد وروسته نن سهار هم ددې ښار د آرنډېل په سوداګريز مركز كې هم چاودنه اورېدل شوې ده.
د پېښې سيمه د پوليسو لخوا تخليه شوې ده. ويل كيږي چې په چاودنه كې چاته ځاني زيان نه دى رسېدلى.
د مانچستر په ښار كې د كنسرټ په يو سالون كې د تېرې شپې د ځانمرګي بريد په پايله كې ۲۲ تنه ووژل شول او ۵۹ تنه نور ټپيان شول. د پېښې په اړه يو تن ۲۳ كلن نيول شوى هم دى.
دا بريد د داعش ترهګرې ډلې پر غاړه واخيستله.