اوباما په سوریې د برید نه کولو لامل اعلان کړ

اوباما وویل چې په سوریه کې د یو ډز کولو نه پرته د نوموړي‌ هیواد ۹۹ سلنه کیمیايي وسلې له منځه یوړې

733498
اوباما  په سوریې  د برید نه کولو لامل  اعلان کړ

د  امریکا  پخواني‌ ولسمشر باراک اوباما  د خپلې دندې په موده کې  خپله  تر ټولو جسوره  پریکړه  اعلان کړه. 

هغه وویل چې  د ولسمشرۍ  په موده کې  تر ټولو  جسوره او ګرانه  پریکړه  په سوریې  د بمبارۍ د نه کولو پریکړه وه. اوباما  دا  څرګندونې  د امریکا  د ۳۵م ولسمشر جان اف کینیډي‌ د لمسي‌ جک سکلوسبرګ  سره  په مرکه کې  وکړې. 

هغه ددې پوښتنې  په ځواب کې چې  د دندې  پر مهال يي  تر ټولو  سخته  پریکړه  څه وه؟ داسې  وویل، په سوریې  د بمبارۍ نه کول وو. کله  چې  د اسد رژیم  کیمیايي‌ وسله وکاروله په سوریې  مې  بمبارۍ نه کولو په خاطر  ډیره  زیاته مبارزه وکړه. همداشان  د اسد د رژیم  سره  مو  د نوموړي‌ هیواد نه د کیمیايي وسلو  د ویستو په خاطر  مذاکرات  ترسره کړل.

ویاند  د اوباما ددې  څرګندونو  په ځواب کې وویل  « لکه  څرنګه  چې  پوهیږۍ د اسد رژیم  اوس هم  کیمیايي‌ وسلې  په اختیار کې  لري‌ او د کیمیايي وسلو  د برید سره  يي  په سلګونو تنه  بې ګناه  انسانان په قتل ورسول. ددینه  ښکاري‌ چې  ستاسې  پریکړه پر ځای  پریکړه نوه.» 

اوباما  بیا وویل  چې  مونږ  د  اسد  د رژیم نه  د چا خبره  ۹۹ سلنه کیمیايي‌ وسلې  واخیستې . پرته ددې  چې په سوریه کې  یوه  ډز هم  وکړو دا وسلې مو  ترینه  واخیستې.

اوباما  وویل  زه  پدې  ښه پوهیدم  چې  یو ولسمشر  که چیرې  عسکري‌ پریکړې وکړي‌ هر سړی يي  تعریف  او توصیف کوي، او که چیرې  داسې ونکړي‌ ټول پرې  نیوکې کوي. خو  ما  د ولسمشر په توګه  په ځان  نیوکې  قبولې کړې  او عسکري‌ پریکړه مې ونکړه. 

اوباما  زیاته کړه چې  په سوریې  زمونږ  برید  یا بمباري‌ د حل  لاره نوه. دې  اقدام  زمونږ  ملي‌ ګټو ته  زیان  رسولی  شو. د همدې  امله  مونږ  پرته  ددې چې  یو  ډز وکړو  د نوموړي‌ هیواد نه   ۹۹ سلنه  کیمیايي‌ وسلې د لمنځه وړو  پریکړه وکړه.



اړوند خبرونه