په امریکا کې  الوتکې  سقوط‌ وکړ

د امریکا  د نیویارک ښار  ترڅنګ  یوې کوچنۍ  الوتکې  سقوط وکړ.

732754
په امریکا کې  الوتکې  سقوط‌ وکړ

په امریکا کې  الوتکې  سقوط‌ وکړ.

 د امریکا  د نیویارک ښار  ترڅنګ  یوې کوچنۍ  الوتکې  سقوط وکړ.

پولیسو ویلي‌ دي‌ چې  الوتکه  د نیویارک ښار  ترڅنګ  د نیوجرسي‌ اړوند  د تیتربورو د هوايي‌ ډګر  ترڅنګ  په یوې ودانۍ  راولویده. پیښه  د مازیګر  په درې نیمو بجو  رامنځته شوه. په پیښه کې  د الوتکې  دوو تنو پیلوټانو  ژوند  د لاسه ورکړی دی .

پولیسو ویلي‌ دي‌ چې   پدې  پیښه  کې  د الوتکې  د پرسونل  نه پرته  بل چا ته  ځاني‌ زیان  ندی اوښتی.

ویل کیږي‌ الوتکه  د صنعي‌ پارکونو ترڅنګ  لویدلې  ده. 

د  امریکا د هوانوردۍ د فدرال  ادارې  چارواکیو ویلي‌  دي‌ چې  الوتکې  د فیلیدیفیا  د ایالت نه  الوتنه کړې وه  . 

د بله پلوه  د امریکا د هوا پیژندنې  ملي‌ ادارې  د الوتکې  د سقوط‌ نه  ۲۵ دقیقې  مخکې  د زورور  باد  نه  خبر ورکړی وو. 



اړوند خبرونه