د امريكا يوه جنګي جټ الوتكه ولوېدله.
د امريكا د متحدو ايالتونو اړوند يوه پرمختللې جنګي جټ الوتكه نن د فليپين د هېواد په سواحلو كې ولوېدله.
718196
د امريكا د متحدو ايالتونو اړوند يوه پرمختللې جنګي جټ الوتكه نن د فليپين د هېواد په سواحلو كې ولوېدله.
ددې هېواد د دفاع د وزارت د څرګندونو پر اساس اېف اې – ۱۶ ډوله جنګي جټ الوتكه نن سهار د فليپين د هېواد سواحلو ته نږدې په جنګي بېړۍ كې د ناستې پر مهال لوېدلې ده. د الوتكې پيلوټ د پراشوټ په واسطه ژغورل شوى دى.
تر اوسه پورې د الوتكې د لوېدلو د لامل په اړه كره معلومات نشته دى.
اېف اېې – ۱۸ ډوله جنګي جټ الوتكې د امريكا د يو اېس اېس كارل وينسن په جنګي بېړۍ كې چې هوايي ډګر هم لري دنده ترسره كوي.