په انګلستان کې د وخت نه مخکې د ټاکنو پریکړه وشوه

په انګلستان کې د ټاکل شوې مودې نه مخکې د ټاکنو پریکړه وشوه

715285
په انګلستان کې د وخت نه مخکې د ټاکنو پریکړه وشوه

د انګلستان  لومړۍ وزیرې په هیواد کې د ټاکل شوې مودې نه مخکې  د ټولټاکنو  د ترسره کولو  پریکړه وکړه.

د انګلستان لومړۍ وزیرې  د راتلوونکو دوو میاشتو په دننه کې په هیواد کې د پارلماني ټولټاکنو د ترسره کولو پریکړه وکړه.

لومړۍ وزیرې مې د وزیرانو د شورا د غونډې نه وروسته وویل چې د جون د میاشتې په اتمه نیټه  به  ټاکنې وکړي.

انګلستان  پداسې حال کې  د وخت نه مخکې د ټولټاکنو پریکړه وکړه چې  لنډه موده مخکې د اروپايي ټولنې نه د جلا کیدو بهیر  رسمآ پیل شو.

د انګلستان لومړۍ وزیرې په ناڅاپي ډول  دا پریکړه وکړه.

لومړۍ وزیرې تریزا مې  د صدرات د ماڼۍ په مخکې  خبري غونډې ته وویل چې  حکومت په توګه يي د وخت نه مخکې  د ټاکنو پریکړه کړې ده . هغې وویل چې  د جون په ۸ مه نيټه يي د ټولټاکنو پریکړه کړې ده .

په انګلستان کې د وخت نه مخکې د ټولټاکنو په خاطر  باید  دا پریکړه  د پارلمان  د درو نه  د دوو  برخو لخوا  ومنل شي.

هغې وویل چې په راتلوونکو کلونو کې  د استقرار د ټینګښت په خاطر یواځنۍ لار  د دې ټاکنو ترسره کول دي.   


پيوندونه: #انګلستان , #ټاکنې

اړوند خبرونه