په امریکا  متحده ایالتونو کې  یو تن اسلام دښمنه   په یوې مسلمانې میرمنې برید وکړ.

د امریکا  د ویسکانسین  ایالت  د میلواکي  په سیمه کې  یو تن اسلام   دښمنه  په یوې میرمنې چې  د سهار لمانځه په خاطر  د جومات پر لورې روانه  وه  برید وکړ.

714295
په امریکا  متحده ایالتونو کې  یو تن اسلام دښمنه   په یوې مسلمانې میرمنې برید وکړ.

 په امریکا  متحده ایالتونو کې  یو تن اسلام دښمنه   په یوې مسلمانې میرمنې برید وکړ. 

د امریکا  د ویسکانسین  ایالت  د میلواکي  په سیمه کې  یو تن اسلام   دښمنه  په یوې میرمنې چې  د سهار لمانځه په خاطر  د جومات پر لورې روانه  وه  برید وکړ. برید کوونکي  چې د نوموړې حجاب لرونکې میرمنې  د حجاب د لرې کولو هڅه کوله  میرمنې ورسره مقامت وکړ. برید کوونکي  نوموړې مسلمانه  میرمن  په سوکانو او څپیړو د وهلو نه وروسته په مځکې وغورځوله.

د سیمې پولیسو  د فوکس  ۶ تلویزیون ته ویلي دي چې  د پیښې په اړه يي پراخه څیړنې پيل کړي او وهل شوې میرمن  په روغتون کې د درملنې لاندې قرار لري.

یادې شوې میرمنې  د فوکس ۶ تلویزیون ته وویل «  د جومات پر لورې روانه وم چې یو  لوی هیکله  سړی  د موټر نه راښکته شو او ماته يي غږ وکړ چې دلته راشه، وروسته رانږدې شو او ماته يي وویل چې  حجاب دې له سره  لرې کړه. وروسته يي زما  زړوکې ته لاس واچو  چې ما ورسره  مقامت وکړ. ما وته وویل چې زما د حجاب سره  ستا څه کار دی. خو هغې  زما  په وهلو پيل وکړ. زه يي ووهلم  او مځکې ته يي ګوزار کړم. د حیوان په څیر  چلند يي راسره وکړ. په هغه شیبه کې مې د ځان سره  وویل چې  دا سړی مې وژني او مړه کیږم. لکه چې نن زما  د ژوند وروستۍ ورځ ده.»

په خبر کې راغلې ده چې  دا پیښه  د میلواکي د سیمې  د اسلامي مرکز  د جومات ترڅنګ رامنځته شوې ده .

په یاده شوې سیمه کې  د لسو نه تر ۱۵ زرو تنو پورې مسلمانان ژوند کوي.

همداشان د سیمې د اسلامي مرکز  ویاند  منجید احمد  د فوکس ۶ تلویزیون ته ویلي دي چې دا  د شوکې او یا  غلا  پیښه نده. برید کوونکي  په ښکاره توګه د نوموړې میرمنې په زړونکې  برید کړی دی. دا په ښکاره توګه  نفرت  او اسلام سره دښمني ده. دا  په ښکاره توګه  د کینې او نفرت  جرم  دی.

پولیسو ویلي دي چې  د برید په تړاو يي تر اوسه پورې څوک نیولي ندي او تحقیقات دوام لري.



اړوند خبرونه