امریکا : په شمالي کوریا عسکري مداخله تر ټولو غوره لاره ده

د امریکا  متحده ایالتونو  د ولسمشر دونالد ټرامپ  د ملي امنیت سلاکار هربرت مکماسټر  وویل « کیدای شي چې د شمالي کوریا پر خلاف عسکري اقدام وکړي »

714120
امریکا : په شمالي کوریا عسکري مداخله تر ټولو غوره لاره ده

د امریکا  متحده ایالتونو  د ولسمشر دونالد ټرامپ  د ملي امنیت سلاکار هربرت مکماسټر  وویل « کیدای شي چې د شمالي کوریا پر خلاف عسکري اقدام وکړي »

هغه دا څرګندونې  د امریکا  ای بي سي  خبري تلویزیوني کانال سره  د شمالي کوریا لخوا د د توغندي د وروستي ازمایښت په اړه  په مرکه کې وکړې.

هغه زیاته کړه چې  شمالي کوریا  د بالستیک توغندیو ازمایښتونو ته د دوام په خاطر  جدي تحریک امیزه  او پارونکې  ګامونه پورته کوي. امریکا  د شمالي کوریا پر خلاف  د اقداماتو په خاطر  په ډیرو زیاتو انتخابونو  غور کوي.

هغه وویل چې امریکا  د شمالي کوریا لخوا د کوم خطرناکه ګام د پورته کولو نه  مخکې کیدای شي چې د نوموړي هیواد په مقابل کې عسکري ګام اوچت کړي. هغه زیاته کړه چې ولسمشر ټرامپ  ټولې نړۍ او ټولو ته په ښکاره ډول وویل چې د شمالي کوریا د تحریک امیزه  اقداماتو پر وړاندې به چپه خوله پاتې نشي. د شمالي کوریا ددې ډول اقداماتو سره په سیمه کې  د امریکا متفقین  او نږدې همکاران  د جدي ګواښ سره مخامخ کړي دي. د همدې امله  امریکا  مجبور  دی چې د خپلو خلکو د ګټو او ملي منافعو په خاطر  لازم ګامونه اوچت کړي.

هغه زیاته کړه چې  د شمالي کوریا  ستونزه  د سوله ییزې لارې  او نورو ته  د زیان اوښتو نه مخکې  کیدای شي چې  امریکا د نوموړي هیواد په مقابل کې عسکري ګامونه اوچت کړي.

د بله پلوه  د امریکا متحده ایالتونو د دفاع وزارت  تیره ورځ اعلان وکړ چې شمالي کوریا  یو ځل بیا  یو توغندی ازمایه خو دا ازمایښت ناکامه شو. پنټاګون ویلي دي چې د کوریا په ټاپو وزمه کې ددې ځواکونو د اپریل په ۱۵ مه د امریکا د هاوايي په ځايي وخت  په ۱۱ بجو او ۲۱ دقیقو  د شمالي کوریا لخوا د بالستیک توغندي توغول تثبیت کړي دي.

پنټاګون ویلي دي چې شمالي کوریا  دا توغندی  د سینپو  د ښار د شاوخوا نه توغولی دی. توغندی  د ګوزاریدو نه  لنډه موده وروسته په هوا کې وچاودید.



اړوند خبرونه