د روسیې د سنت پیترزبورګ د ښار د ریل ګاډي د تم ځای ترڅنګ کوچنۍ چاودنه وشوه.
په روسیه کې د مترو د تم ځای ترڅنګ چاودنه وشوه
د روسیې د سنت پیترزبورګ د ښار د ریل ګاډي د تم ځای ترڅنګ کوچنۍ چاودنه وشوه.
دا چاودنه د سنت پیترزبورګ د ریل ګاډي په تم د ځانمرګي برید نه یواځې لس ورځې وروسته رامنځته شوه.
د ویلو ده چې د اپریل د میاشتې په دریمه نیټه د سنت پیترزبورګ په مترو د ځانمرګي برید په پایله کې ۱۴ تنو ژوند د لاسه ورکړی وو.
د ترلاسه شوو معلوماتو له چاودنه بیګاه ناوخته ساعتونو کې رامنځته شوه. په چاودنه کې یواځې یو تن ټپي شوی دی .
ویل کیږي د چاودنې اصلي لامل ناڅرګند دی خو عیني شاهدانو بیا ویلي دي چې چاودنه د یو تن ځوان په لاس کې د یو شي د چاودنې په پایله کې رامنځته شوه. ټپي شوی ځوان په روغتون کې د تداوۍ لاندې قرار لري.
پولیسو د پیښې په اړه تحقیقات پيل کړي دي. په سنت پیترزبورګ ښار کې د تیر ځانمرګي برید نه راپدیخوا کلک امنیتي تدابیر نیول شوي دي.
ایرو نیوز