ټرامپ  وویل چې په سوریه کې  د روانې جګړې د پایته رسیدو  وخت  رارسیدلی دی.

د امریکا ولسمشر دونالد ټرامپ  د ناټو  سازمان مشر ینس ستولتنبرګ سره  د لومړي ځل لپاره  مخامخ  لیدنه وکړه.

711493
ټرامپ  وویل چې په سوریه کې  د روانې جګړې د پایته رسیدو  وخت  رارسیدلی دی.

د امریکا  متحده ایالتونو ولسمشر دونالد ټرامپ  وویل چې په سوریه کې  د روانې جګړې د پایته رسیدو  وخت  رارسیدلی دی.

هغه  دا څرګندونې  د ناټو د مشر ینس ستولتنبرګ  سره  د لومړنۍ مخامخ لیدنې نه وروسته وکړې.

د امریکا ولسمشر دونالد ټرامپ  د ناټو  سازمان مشر ینس ستولتنبرګ سره  د لومړي ځل لپاره  مخامخ  لیدنه وکړه. ټرامپ  د ستولتنبرګ سره په لیدنه کې  د روسیې او سوریې د مسلو سربیره د اوکراین په روان بحران، داعش ترهګرې ډلې پر خلاف په روانې مبارزې او مهمو سیمه ییزو او نړۍوالو مسلو خبرې وکړې.

د لیدنې نه وروسته دواړو مشرانو په ګډه خبري ناسته کې ګډون وکړ.

د امریکا  ولسمشر دونالد ټرامپ  په خبري غونډه کې په سوریه کې د روانو قتل عامونو په غندولو سره  ددې خبرې په ټینګار وویل چې په سوریه کې د روانې  جاني کورنۍ  جګړې د پایته رسیدو، ترهګرو ته  وژونکې ګوزار ورکولو او سوري کډوالو کډوالو ته  خپلو کورونو ته  د ستنیدو د فرصت  د برابرولو وخت  رارسیدلی دی .

هغه  د سوریې د مسلې د حلولو په برخه کې د ناټو  سره په ګډه  د حرکت کولو  په اهمیت د ټینګار سره وویل « د اسد رژیم لخوا د وحشي وسلو سره  د قتل عامونو د غندنې په برخه کې  د ناټو سازمان  د غړیو هیوادونو د ملاتړ څرګندونو له امله  ډیر خوښ یم. د کیمیايي وسلو سره  د بې وزله او مرستو ته محتاج انسانانو ، ماشومانو او حتا  د غیږې د ښکلو ماشومانو  وژل  د هر چا لخوا باید په کلکه توګه  وغندل شي. »

هغه  د سوریې په مسله کې  د روسیې په دریځ  او چلند  د نیوکې سره وویل« د سوریې په مسله کې د روسیې سره  جدي اختلافات لرو. که چیرې  روسیه  د سوریې په مسله کې  زمونږ سره  همفکره وی دا به ډیره ښه خبره وې خو له بده مرغه چې داسې نده. دم ګړۍ امریکا او روسیې ترمنځه اړیکې تر ټولو  خرابې سویې ته او ټیټې کچې ته رارسیدلي دي. »

ټرامپ  د یو خبریال ددې پوښتنې په ځواب کې چې ایا روسیې  په سوریه کې د اسد رژیم لخوا د کیمیایي وسلو د برید کولو په اړه معلومات درلودل او که نه؟ داسې وویل، لکه څرنګه چې ټول پوهیږي روسیه د اسد رژیم سره ډیرې نږدې اړیکې لري او په ګډه کار کوي، د همدې امله په لوی احتمال سره چې  روسیې  ددې بریدونو په اړه خبر درلود خو بیا هم  پدې اړه  تحقیقات دوام لري. د تحقیقاتو پایله به هر څه په ډاګه کړي.

د ناټو مشر  بیا  پدې خبري غونډه کې یو ځل بیا د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزې ټینګار وکړ. هغه وویل چې د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې باید دا زیات ګامونه اوچت شي. پدې برخه کې هر سړی باید خپل مسئولیت  پر ځای کړي.

همداشان  ټرامپ  چې  ددینه مخکې د ناټو سازمان نه د یو تاریخ تیري سازمان په توګه یادونه کړې وه  دا ځل يي په اهمیت ورته ټینګار وکړ.

هغه وویل چې د ناټو سازمان یو تاریخ تیری سازمان ندی. ناټو یو ډیر مهم سازمان دی.

هغه  د ناټو سازمان د مالي مسلو په اړه یو ځل بیا په غړیو هیوادونو  د مسئولیتونو د پر ځای کولو غږ وکړ.

ټرامپ  زیاته کړه چې  په نږدې راتلوونکې کې به د ملي امنیت په برخه کې خپل سلاکار مک ماستر افغانستان ته واستوي  او هلته به د متفقینو سره په ګډه  د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په مسلې خبرې وکړي.


پيوندونه: #امریکا , #ناټو

اړوند خبرونه