شمالي کوریا  د  جګړې په خاطر  پوره تیاری نیولی دی.

په شمالي کوریا کې د جګړې په خاطر  د خطر زنګ وهل شوی دی .

711491
شمالي کوریا  د  جګړې په خاطر  پوره تیاری نیولی دی.

شمالي کوریا  د  جګړې په خاطر  پوره تیاری نیولی دی. په شمالي کوریا کې د جګړې په خاطر  د خطر زنګ وهل شوی دی .

د بله پلوه  ادعا شوې ده  چې  د شمالي کوریا  ولسمشر د جګړې په خاطر د اماده باش امر کړی دی .

د امریکا، چین او جاپان لخوا  نوموړي هیواد ته د پرله پسې ګواښونو نه وروسته  د شمالي کوریا حکومت  د جګړې لپاره  په تیاریو  پیل کړی دی .

د روسیې خبري رسنیو ادعا کړې ده چې  د شمالي کوریا په پلازمینه  پیونګ یانګ کې  د جګړې په خاطر  د خطر زنګ غږول شوی دی. د پلازمینې نه د ملکي وګړو د تخلیه کولو  امر ورکړ شوی دی . همداشان  د پلازمینې نه د ملکي وګړو د تخلیې چارې پیل شوي دي.

د روسیې خبري رسنیو  د سویلي کوریا  د خبري رسنیو او سرچینو  له قوله لیکلي دي چې  د شمالي کوریا  په پلازمینه کې  د عسکري تاسیساتو او دولتي ادارو  د شاوخوا سیمو نه  د ملکي وګړو د تخلیه کولو چارې پيل شوي دي.

د یادولو وړ ده چې  د شمالي کوریا لخوا د اټومي  وسلې د ازمایښت نه وروسته  د ملګروملتونو د امنیت شورا  په یاد شوي هیواد  د اتومي وسلو سربیره  د بالستیک توغندیو په جوړولو هم  بندیز ولګو. خو  یاد شوی هیواد  د ټولو نړۍوالو بندیزونو سره سره  د اټومي وسلو او بالستیک  توغندیو جوړولو  ته  دوام ورکوي.

د امریکا  ولسمشر دونالد ټرامپ  تیره ورځ  یو ځل بیا  شمالي کوریا  وګواښه. ټرامپ  په چین غږ کړی وو که چیرې  د شمالي کوریا  د اټومي پروګرام  مخه ونیسي  دا به ډیره خه وي او که  نه په یواځې ځان به د نوموړي هیواد پر خلاف ګامونه اوچت کړي.

امریکا  خپل تر ټولو لویه  د جنګي الوتکو کښتۍ  او  جنګي  کښتۍ  د کوریا ټاپو وزمې ته  واستولې  او د اماده باش امر يي ورته وکړ.

همداشان جاپان هم  تیره ورځ سیمې ته  خپلې جنګي کښتۍ  واستولې. چین  ولسمشر چې په تازه ګۍ کې د امریکا د سفر نه راستون شوی دی تیره ورځ  په شمالي کوریا غږ وکړ چې پدې حساسو ورځو کې  د هر ډول  پارونکي  اقدام نه ډډه وکړي. چین هم  په سرپټي توګه  شمالي کوریا ته ګواښ وکړ.

همداشان تیره ورځ د شمالي کوریا  د پوځ  یو تن چګپوړي چارواکي هم  متقابل ګواښونه وکړ او وویل چې  جګړې ته پوره تیاری  لري.

په چین کې خپریدونکي  د ګلوبل ټایمز ورځپاڼې  لیکلي دي چې  د شمالي کوریا لخوا په ۲۰۰۶ کال کې د اټومي  وسلو د ازمایښت نه راپدیخوا  د لومړي ځل لپاره  ددې هیواد سره جګړه یا پدې هیواد  عسکري مداخله  پدې اندازه  رانږدې شوې ده .

همداشان امریکايي خبري رسنیو  چین  د شمالي کوریا  سره په پوله کې ۱۵۰ زره تنه ځواکونه ځای په ځای کړي دي ادعا کړې وه چې د چین لخوا رد شوه.

د چین د دفاع وزارت د امریکايي خبري رسنیو هغه ادعا چې ګواکې  شمالي کوریا سره په پولو کې ۱۵۰ زره تنه ځواکونه ځای په ځای کړي بې بڼسټه وبلله. 

چین  په امریکا  غږ کړی وو چې د کوریا ټاپو  وزمه  د اټومي وسلو نه د پاکولو په خاطر  تر ټولو ښه لاره  د مذاکراتو لاره ده. 



اړوند خبرونه