د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن حضور ته قبول
پوتین په ناڅاپي توګه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سره لیدنه ومنله
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن حضور ته قبول کړ.
د امریکا لخوا په سوریې د توغندیو د برید نه وروسته د کرملین ماڼۍ د پوتین سره د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر ټیلرسن پلان کړې لیدنې لغوه کړې وه. کرملین ماڼۍ اعلان کړی وو چې ولسمشر پوتین د ټیلرسن سره لیدنه رد کړ.
خو کرملین ویاند بیا تیره شپه د ولسمشر پوتین او ټیلرسن د لیدنې نه خبر ورکړ.
د کرملین ماڼۍ ویاند دیمیتري پیسکوف پدې اړه وویل چې ولسمشر ولادیمیر پوتین د امریکا بهرنیو چارو وزیر ټیلرسن د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف سره یو ځای حضور ته قبول کړ.
هغه د لیدنې د اجندا په اړه څه ندي ویلي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ټیلرسن په مسکو کې د خپل روسي سیال لاوروف سره ۵ ساعته لیدنه وکړه.
اړوند خبرونه
چین په بیجینګ کې د المان سفیر بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ
چین په بیجینګ کې د جرمني سفیر پاتریشیا فلور د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ.