جیمز ماتیس: د اسد د کیمیايی وسلو د بریدونو د مخنیوي یواځنۍ لار عسکري مداخله ده
د امریکا متحده ایالتونو د دفاع وزیر جمیز ماتیس وویل چې په سوریه کې د کیمیايي وسلو د بریدونو د مخنیوي تر ټولو ښه لار په سوریې عسکري مداخله کول دي.
د امریکا متحده ایالتونو د دفاع وزیر جمیز ماتیس وویل چې په سوریه کې د کیمیايي وسلو د بریدونو د مخنیوي تر ټولو ښه لار په سوریې عسکري مداخله کول دي.
هغه وویل چې د اسد رژیم لخوا د ادلب ښار د خان شیخون په سیمه د کیمیايي وسلو د برید کولو په برخه کې هیڅډول تردد او شک پاتې ندی. پوره باور لرو چې دا برید د اسد د رژیم لخوا شوی دی .
هغه دا څرګندونې د امریکا د مرکزي ځواکونو د قومندانۍ د قومندان جوزیف واتل سره په ګډه په پنټاګون کې خبري غونډې ته وکړې.
د امریکا د دفاع وزیر د اپریل په ۴ مه د اسد د رژیم لخوا په ملکي وګړو د کیمیايي وسلو د برید نه وروسته د اپریل په ۶ مه نیټه د امریکا لخوا په سوریې د توغندیو د بریدونو په اړه معلومات ورکړل.
هغه وویل چې د تیرې خالي په ورځ د اسد رژیم د کیمیايي وسلو سره په ملکي وګړو برید وکړ او یو زیات شمیر بې ګناه انسانان او حتا ماشومان يي په قتل ورسول.
هغه زیاته کړه چې د برید نه وروسته مې پخپله هم په ټولو ترلاسه شوو استخباراتو او راپورونو بیا کتنه وکړه او پوره اطمینان مو ترلاسه کړ چې برید د اسد د رژیم لخوا شوی دی .
د اسد د رژیم لخوا د کیمیايي برید نه وروسته د امریکا د ملي امنیت شورا ولسمشر ټرامپ ته د ډیپلوماتیکو او عسکري انتخابونو په اړه وړاندیزونه وړاندې کړل. همداشان د برید نه وروسته مو د بعضې متفقو هیوادونو د مشرانو سره هم خبرې وکړې. د امریکا د ملي امنیت شورا ولسمشر ته وویل چې د اسد رژیم دا څوم ځل دی چې د کیمیایي وسلو په اړه د بندیزونو نه سرغړونه کوي او په خلکو د کیمیايي وسلو بریدونه کوي. د اسد د رژیم لخوا د کیمیايی وسلو د مخنیوي په خاطر د هوايي د هوايي هډو برید تر ټولو غوره پيغام دی.
هغه وویل چې امریکا د اسد د رژیم لخوا د کیمیایي وسلو د بریدونو په اړه چپه خوله او یواځې ننداره کولی نشي.
هغه زیاته کړه چې د اسد رژیم د کیمیايي وسلو د بریدونو د مخنیوي په برخه کې تر ټولو غوره لار په هغوې د عسکري مداخلې لار ده.
هغه وویل چې د سوریې په اړه د امریکا په عسکري سیاستونو کې کوم تغیر ندی راغلی.