شمالي کوریا امریکا په قاطع اقداماتو وګواښه.
د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزارت د امریکا لخوا د کوریا نیمه ټاپو وزمې ته د جنګي الوتکو د کښتیو په ګډون د جنګي او هجوم کښتیو د استولو په غبرګون کې ویلي دي چې د مدرنو وسلو سره به د ځان نه دفاع وکړي.
شمالي کوریا امریکا په قاطع اقداماتو وګواښه.
د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزارت د امریکا لخوا د کوریا نیمه ټاپو وزمې ته د جنګي الوتکو د کښتیو په ګډون د جنګي او هجوم کښتیو د استولو په غبرګون کې ویلي دي چې د مدرنو وسلو سره به د ځان نه دفاع وکړي.
د شمالي کوریا رسمي خبري اژانس نن سې شنبه د اپریل ۱۱ مه د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند له قوله ویلي دي چې د شمالي کوریا پر خلاف د امریکا بې شرمانه تیري نوې او جدي پړاو ته داخل شوي دي.
هغه د امریکا د ولسمشر دونالد ټرامپ د وروستیو ګواښونو په ځواب کې چې ویلي وو که چیرې شمالي کوریا اټومي پروګرام ونه دروي واشنګټن به په یواځې ځان په اقداماتو لاس پورې کړي وویل ، « مونږ د خپل هیواد او خلکو نه د دفاع په خاطر قوي او کلک تدابیر نیولي دي او نیولو ته دوام ورکوو. »
هغه ویلي دي چې شمالي کوریا به د مدرنو وسلو سره د واشنګټن په مقابل کې د ځان نه دفاع وکړي.
هغه د امریکا دولت ته ګواښ کړی دی چې په شمالي کوریا د هر ډول برید عواقب به ډیر بد وي او مسئولیت به يي ستاسې په غاړه وي. هغه ویلي دي چې امریکا د بدو عواقبو انتظار وکړي.
د یادولو وړ ده چې د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر دونالد ټرامپ د تیرې یکشنبې په ورځ د اپریل په نهمه نیټه چین ته خبرداری وکړ چې د شمالي کوریا اټومي پروګرام مخنیوی وکړي که نه وي امریکا به په یواځې ځان د شمالي کوریا په مقابل کې اقدام وکړي.
د بله پلوه نړۍوال شننونکي پدې اند دي چې ټرامپ په سوریې د توغندیو د برید سره په اصل کې شمالي کوریا ته هم غوڅ پیغام ورکړ.
د بله پلوه د امریکا ولسمشر ټرامپ د کوریا ټاپو وزمې ته استولو جنګي بیړیو او امریکايي ځواکونو ته د اماده باش امر کړی دی .
اړوند خبرونه
د امریکا ولسمشر بایدن د کډوالو په اړه خپل نوی پروګرام اعلان کړ. ۵۰۰ زرو تنو ته د امریکا تابعیت ورکوي
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له ۲۴ کلونو وروسته په رسمي سفر شمالي کوریا ته ولاړ.
د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون په هوايي ډګر کې د پوتین هرکلی وکړ.