په امریکا متحده ایالتونو کې په یو ابتدایه ښوونځي وسله وال برید وشو.
د امریکا د کالیفورنیا ایالت اړوند د سن بارناردینو په ښار کې په ابتدایه ښوونځي کې وسله وال برید وشو.
![په امریکا متحده ایالتونو کې په یو ابتدایه ښوونځي وسله وال برید وشو.](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/cea3/a08b/0098/58ec4ce5577ba.jpg?time=1718865861)
په امریکا متحده ایالتونو کې په یو ابتدایه ښوونځي وسله وال برید وشو.
د امریکا د کالیفورنیا ایالت اړوند د سن بارناردینو په ښار کې په ابتدایه ښوونځي کې وسله وال برید وشو.
د برید نه وروسته د ښوونځي شاوخوا کې کلک امنیتي تدابیر ونیول شول. پولیسو ویلي دي چې د یوې ښوونکې میړه په ښوونځي وسله وال برید وکړ. برید کوونکي په هغه ټولګي چې میرمن يي پکې په درس ورکولو بوخته وه برید وکړ. نوموړي په خپلې میرمنې ډزې وکړې چې د هغه شاته ولاړ دوه تنه زده کوونکي هم په ډزو ولګیدل.
برید کوونکي وروسته خپل ځان وویشته.
پولیسو ویلي دي چې پدې پیښه کې د برید کوونکي او ښوونکې سربیره یو تن زده کوونکي هم په روغتون کې ساه ورکړه . په پیښه کې درې تنه مړه او یو تن ټپي شوی دی.
پیښه د سهار په لسو بجو او ۳۰ دقیقو رامنځته شوې ده. عیني شاهدانو ویلي دي د برید کوونکي لخوا په ښوونکې د برید پر مهال په ټولګي کې ۱۵ تنو زده کوونکو شتون درلود. د زده کوونکو عمرونه د ۷ نه تر لسو کلونو پورې دي.
د برید نه وروسته سمدلاسه پولیس راورسید او ښوونځی محاصره کړ.
اړوند خبرونه
![د امریکا ولسمشر بایدن د کډوالو په اړه خپل نوی پروګرام اعلان کړ. ۵۰۰ زرو تنو ته د امریکا تابعیت ورکوي](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/b6c4/67e4/c1e5/66615bc834834.jpg?time=1718865861)
د امریکا ولسمشر بایدن د کډوالو په اړه خپل نوی پروګرام اعلان کړ. ۵۰۰ زرو تنو ته د امریکا تابعیت ورکوي
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له ۲۴ کلونو وروسته په رسمي سفر شمالي کوریا ته ولاړ.
د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون په هوايي ډګر کې د پوتین هرکلی وکړ.