روسیې  او ایران په ګډه امریکا  متحده ایالتونو ته خبرداری ورکړ.

روسیه او ایران : د سوریې د خلکو او دولت نه به ملاتړ ته دوام ورکړو

708977
روسیې  او ایران په ګډه امریکا  متحده ایالتونو ته خبرداری ورکړ.

روسیې  او ایران په ګډه امریکا  متحده ایالتونو ته خبرداری ورکړ.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین  د ایران ولسمشر حسن روحاني سره  د ټیلیفوني خبرو نه وروسته  د اسد د متفقینو نه  په ګډه  اعلامیه خپره شوه.

د اسد د رژیم  متفقینو او په سر کې  روسیې او ایران  امریکا ته  خبرداری ورکړ. په ګډه اعلامیه کې ددې خبرې په ټینګار ویل شوي دي چې امریکا په سوریه کې  د اسد د رژیم په هوايي هډو  د توغندیو د برید سره   د سرې کرښې نه  خپه واړوله. روسیې او ایران  ګواښ  وکړ چې په راتلوونکې کې به دا ډول بریدونو  سمدلاسه  ځواب ووايي  او متقابل  ګام به اوچت کړي.

په اعلامیه کې راغلي دي چې په سوریې د امریکا  بریدونه د منلو وړ ندي.نوموړو  ددې خبرې په ټینګار ویلي دي چې  هر هغه چاته  چې په سوریه کې د سرې کرښې نه  تیری وکړي  سمدلاسه ځواب ووايي.

په اعلامیه کې راغلي دي چې  امریکا په سوریې  د برید سره   د نوموړي هیواد  د خلکو او دولت  حاکمیت او خپلواکي  د خپو لاندې کړې ده  او د سرې کرښې نه يي خپه اړولې ده .

په اعلامیه کې ددې خبرې په ټینګار ویل شوي دي چې  د سوریې رژیم  د نړۍ  په  استازیتوب  د تیرو ۶ کلونو راهیسې د ترهګرو سره  مبارزه کوي. د ترور او بریدونو نه  ملاتړ کوونکي  ددې حق نلري چې ځان د بشریت دفاع کوونکو په توګه ټولو ته معرفي کړي.

روسېې ویلي دي چې په سوریه کې  که هرڅوک  د سړې کرښې نه تیرې وکړي  ډیر قوي ځواب به ورته ووايي.

په اعلامیه کې راغلي دي چې روسیه او ایران په توګه  امریکا ته به د حاکمیت اجازه ورنکړي  او د سوریې د عرب اردو او ورور  ملت نه به ملاتړ ته دوام  ورکړي.



اړوند خبرونه