امریکا د تیرې ورځې په بریدونو کې د اسد رژیم ته د اړولو زیانونو په اړه معلومات ورکړ
امریکا متحده ایالتونو د دفاع وزارت په سوریه د بریدونو په ترڅ کې د اسد رژیم ته د اوښتو زیانونو په اړه پوښتنې ځواب کړې.
امریکا متحده ایالتونو د دفاع وزارت په سوریه د بریدونو په ترڅ کې د اسد رژیم ته د اوښتو زیانونو په اړه پوښتنې ځواب کړې.
د یادولو وړ ده چې د امریکا لخوا تیره ورځ د سوریې د حمص په ښار کې د اسد اړوند د الشیراط په هوايي هډې د بریدونو نه وروسته ټولو ته یوه پوښتنه پیدا شوې وه چې ایا پدې بریدونو کې د اسد رژیم څو جنګي الوتکې له منخه وړل شوي دي؟
د امریکا د دفاع وزارت دا پوښتنې ځواب کړې.
د امریکا د دفاع وزارت د پرله پسې پوښتنو نه وروسته پدې اړه معلومات ورکړل.
د امریکا د دفاع وزارت ویلي دي چې پدې بریدونو کې د اسد رژیم نږدې شل جنګي الوتکې له منځه وړل شوي دي. پنټاګون بیا د ځاني زیانونو په اړه معلومات ندي ورکړي . خو د حمص ښار والي تیره ورځ ویلي وو چې د امریکا په بریدونو کې ۶ تنه وژل شوي او ۷ تنه نور ټپیان شوي دي.
د یادولو وړ ده چې امریکا متحده ایالتونو پرون د سهار د څلورو بجو په شاوخوا کې د سوریې د حمص په ښار کې د اسد د رژیم په هوايي هډو چې ګمان کیده د کیمیايي وسلو په برید کې ترینه کار اخیستل شوی دی د توغندیو بریدونه وکړل.