روسیه : د امریکا لخوا په سوریې بریدونو زمونږ اړیکو ته ستر ګوزار ورکړ
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د امریکا لخوا په سوریه کې د اسد رژیم اړوند په هوايي هډو د برید په اړه سخت غبرګون وښود.
707671
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د امریکا لخوا په سوریه کې د اسد رژیم اړوند په هوايي هډو د برید په اړه سخت غبرګون وښود.
پوتین د امریکا لخوا په سوریه کې د اسد د رژیم په هوايي هډو د بریدونو نه په نړۍوالو حقوقو ښکاره تیری وباله.
د کرملین لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې د امریکا لخوا په سوریې بریدونو د روسیې او امریکا اړیکو ته قوي ګوزار ورکړی دی.
دې بریدونو زمونږ اړیکو ته ستر زیان رسولی دی .
کرملین ویلي دي چې د امریکا دا بریدونه په اصل کې په عراق کې په ترسره کړو تیرو د پردې غوړول دي.