په هندوستان کې یو تن مسلمان په موټر کې د غوګانو د وړولو له امله ووژل شو
په هندوستان کې تندلارو هندوانو یو تن مسلمان په لارۍ موټر کې د غواګانو د انتقالولو له امله په وهلو وهلو وواژه.
په هندوستان کې تندلارو هندوانو یو تن مسلمان په لارۍ موټر کې د غواګانو د انتقالولو له امله په وهلو وهلو وواژه.
د هندوستان په لویدیځ کې د راجاستان په ایالت کې تندلارو هندوانو یو تن مسلمان چې په موټر کې غواګانو انتقالوله له امله تر مرګه وډبوه.
د یاد شوي ایالت یو تن پولیس د خپل نوم د نه ښودلو په شرط سره خبري رسنیو ته ویلي دي چې ، د وهل شوی مسلمان پهلوخان نومیږي او د اخیستو ټپونو له امله يي په روغتون کې ساه ورکړې ده .
هغه ویلي دي چې د پیښې په تړاو تر اوسه پورې څوک نیول شوي ندي.
د بله پلوه د سیمه یو ځایي تلویزیون د نوموړي مسلمان د وهلو ډبولو ویدیو خپره کړې ده.
د هندوستان د راجاستان په ګډون په یو زیات شمیر ایالتونو کې د غوا حلالول او د غوښې خوړل يي منع دي.
همداشان تیره اوونۍ د هندوستان د ګجرات ایالت پارلمان بیا د حیواناتو د ژغورنې په قانون کې د اصلاحاتو په راوستو سره د غوا حلالوونکو ته د ټول عمر بند سزا تصویب کړه.