امریکايي ځوان چې د پاپ فرانسیس د وژلو پلان يي جوړ کړی وو اعتراف وکړ

یو تن امریکايي ځوان  اعتراف کړی دی چې  د کاتولیکو مسیحیانو د مشر پاپ فرانسیس د وژلو  پلان يي  جوړ کړی وو.

705360
امریکايي ځوان چې د پاپ فرانسیس د وژلو پلان يي جوړ کړی وو اعتراف وکړ

یو تن امریکايي ځوان  اعتراف کړی دی چې  د کاتولیکو مسیحیانو د مشر پاپ فرانسیس د وژلو  پلان يي  جوړ کړی وو.

د امریکا  د عدلیې وزارت ویلي  دي د سانتوس کلون په نامه  یو امریکايي  ځوان په ۲۰۱۵ کال کې چې  ۱۵ کلن  وو  د داعش  ترهګرې ډلې  د اغیزو لاندې د راتلو له امله  د کاتولیکو مسیحیانو  د مشر  پاپ  فرانسیس  د وژلو پلان  جوړ کړی وو.

په څرګندونو کې راغلي دي چې  امریکايي ځوان  غوښتل چې  د ۲۰۱۵ کال د سپټمبر په ۲۷ مه نیټه  پاپ  فرانسیس د  فیلادلیفا  د سفر پر ترڅ کې د عام خلکو سره  د لیدنې پر مهال د سنایپر یا نښه وشتوونکي  ټوپک  سره  ووژني.

په څرګندونو کې راغلي دي چې  امریکايي ځوان  ددې کار لپاره په غلطۍ کې  د امریکا کورنیو استخباراتو  یو تن  پټ جاسوس  ته  پیسې ورکړې وې تر څو ورسره  پدې  ترهګریز برید کې  مرسته وکړي.

امریکايي ځوان  مخکې ددینه چې  پاپ فرانسیس په قتل ورسوي  ونیول شو.

په څرګندونو کې راغلي دي چې  امریکايي ځوان  د استخباراتو جاسوس  چې  ښه نښه ویشتوونکو وو  ددې برید په خاطر  استخدام کړی وو. د همدې امله  برید کوونکی  د استخباراتو د کلک څار لاندې نیول شوی وو.

د بله پلوه  محکمې ویلي دي چې  امریکايي ځوان دا پلان  د داعش ترهګرې ډلې  د اغیزو لاندې د راتګ نه وروسته  جوړ کړی وو. امریکايي ځوان  د ځان لپاره احمد شکور  نوی نوم هم  ټاکلی وو.

امریکايي ځوان  کلون  پدې پلان  اعتراف کړی دی  او ویلي دي چې  د داعش ترهګرې ډلې د اغیزو لاندې راغلی دی. خو دا لا معلومه نده چې  دې  دا پلان پخپله جوړ کړی وو او که  د داعش  د ترهګرې ډلې په لارښونه يي  جوړ کړی وو.

څارنوالانو کلون لپاره د ۱۵ کلونو حپس  غوښتنه کړې ده . محکمې د هغه پر خلاف وروستۍ پریکړه نده کړې.



اړوند خبرونه