امریکا په کابل کې د خپل سفارت ۶ تنه کارکوونکي له دندې ګوښه کړل

امریکا  متحده ایالتونو  د افغانستان په پلازمینه کابل کې د خپل سفارت  ۶ تنه  کارکوونکې  د مخدره موادو  د استعمالولو له امله  له دندې ګوښه کړي دي.

702309
امریکا په کابل کې د خپل سفارت ۶ تنه کارکوونکي له دندې ګوښه کړل

امریکا  متحده ایالتونو  د افغانستان په پلازمینه کابل کې د خپل سفارت  ۶ تنه  کارکوونکې  د مخدره موادو  د استعمالولو له امله  له دندې ګوښه کړي دي.

د اسوشیتیدپرس خبري اژانس  د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د یو تن چارواکي له قوله چې نه يي غوښتل نوم يي واخیستل شي  ویلي دي « په کابل کې ددوې د سفارت ۶ تنه کارکوونکي  د نشه يي توکو د استعمالولو له امله  له دندې ګوښه شوي دي.»

هغه ویلي دي چې  بهرنیو چارو وزارت پدې اړه  خبر ترلاسه کړی وو چې وروسته يي څیړنې پیل کړې. په څیړونو کې  دا معلومه شوه  چې  د سفارت ۶ تنه کارکوونکي په نشه توکو روږدي  دي  چې همدې امله يي له دندو ګوښه کړل.

هغه ویلي دي چې  د سفارت د ۶ تنو کارکوونکو د دندې نه د ګوښه کولو سربیره  د سفارت ځیني  محلي کارکوونکو قراردادونه هم  فسخه شوي او له دندې  ویستل شوي دي.



اړوند خبرونه