امریکا  په ۱۱ ورځو کې  اته  تنه  اعداموي.

د امریکا  متحده ایالتونو د ارکان ساس  په ایالت کې   د اپریل د میاشتې د لسو ورځو په دننه کې  ۸ تنه  محکومین  اعداموي.

701992
امریکا  په ۱۱ ورځو کې  اته  تنه  اعداموي.

امریکا  په ۱۱ ورځو کې  اته  تنه  اعداموي.

د امریکا  متحده ایالتونو د ارکان ساس  په ایالت کې   د اپریل د میاشتې د لسو ورځو په دننه کې  ۸ تنه  محکومین  اعداموي.

پداسې حال کې چې  په امریکا کې  د اعدام  د سزا په اړه  بحثونه  او جنجالونه دوام لري  د نوموړي هیواد د ارکان ساس  ایالت د اپریل د میاشتې د لسو ورځو  په دننه کې  ۸ تنو محکومینو  اعدامولو ته تیاری نیسي.

د یاد شوي  ایالت  د پولاسکي کونټري د سیمې  تمیز محکمې  د اپریل په میاشت کې د ۸ تنو  د اعدام  د ځنډولو په خاطر  د والي او د زندان د مدیر  وړاندیز رد کړی دی .

د ارکان ساس  ایالت  څارنوال  بیا ویلي دي ، پداسې حال کې چې په ټول  هیواد کې  د اعدام  سزا په اړه  جنجالونه دوام لري  پدې ایالت کې ۸ تنه  اعدامیږي.

هغه وویل چې  څلور تنه  به د اپریل په ۱۷ او  ۴ تنه به  د اپریل په ۲۷ مه نیټه  اعدام کړی شي.

هغه ویلي دي چې  پدې ایالت ۱۲ کاله مخکې  یو تن  اعدام  شوی وو.

د یادولو وړ  ده چې په امریکا کې  د تیر کال  د نوامبر په اتمه د ولسمشرۍ د ټاکنو پر مهال  په اوکلاهاما  ، نبراسکا او کلفورونیا  ایالتونو کې  د اعدام  د جزا په اړه ټولپوښتنه وشوه چې خلکو د اعدام  د جزا د دوام  غوښتنه وکړه.

په امریکا کې  د اعدام  جزا ګانې  د یو ډول  ځانکړو پیچکاریو سره  ترسره کیږي.


پيوندونه: #امریکا , #اعدام

اړوند خبرونه