د ډانلډ ټرمپ دويمه ماتې!

د امريكا د متحدو ايالتونو ولسمشر ډانلډ ټرمپ په هېواد كې د خپلو سياسي مخالفينو پر وړاندې د دويم ځل لپاره د ماتې خوړلو په درشل كې دى.

698834
د ډانلډ ټرمپ دويمه ماتې!

 

د امريكا د متحدو ايالتونو ولسمشر ډانلډ ټرمپ په هېواد كې د خپلو سياسي مخالفينو پر وړاندې د دويم ځل لپاره د ماتې خوړلو په درشل كې دى.

ټرمپ چې د خپلو راډيكالو سياسي پرېكړو سره د امريكا سياسي ډګر هك حيران كړى دى، د محكمې لخوا  د ۷ مسلمانو هېوادونو پرهېوادوالو باندې امريكا ته د راتګ د بنديز په اړه د نوموړي د فرمان د لغوه كولو نه وروسته دا دى په هېواد كې د صحي بيمې د پلان سره يو ځل بيا د ماتې خوړلو په درشل كى دى.

د امريكا په كانګرس كې د صحي بيمې په اړه د ډانلډ ټرمپ د ټيم لخوا د جوړې شوې طرحې په اړه د رايې اچوونې بهير د دويم ځل لپاره وځنډېډ. د صحي بيمې په اړه د ټرمپ نوې طرحه چې په ټول هېواد كې د غبرګونونو سره مخامخ شوې ده، په كانګرس كې د منفي رايو د ترلاسه كولو له وېرې ځنډول شوې ده.

ټاكل شوې وه چې نن په واشنګټن كې د امريكا په ولسي جرګه كې پدې اړه رايه اچوونه وشي خو د وكيلانو د مخالفت له وېرې دا رايه اچوونه تر نامعلومې مودې ځنډول شوې ده. د ټرمپ ټيم پخوا د وكيلانو د قانع كولو لپاره ډېرې هلې ځلې وكړې خو داسې ښكاري چې حتى د خپل ګوند يو شمېر وكيلان هم ددې طرحې سره مخالفت لري.

د امريكا د پخواني ولسمشر باراك اوباما د واكمنۍ په موده كې د صحي بيمې په اړه يوه طرحه تصويب شوې وه چې د خلكو ترمېنځ د `اوباما كېير` په نامه ياديږي. ټرمپ د ټاكنو په كمپاين كې وعده كړې وه چې د اوباما لخوا جوړه شوې طرحه به لغوه كړي او پر ځاى به يې  نوى سيستم رامنځته كړي.

د سپني ماڼې وياند نن په خبري غونډه كې خبريالانو ته وويل چې د كانګرس لخوا د صحي بيمې د طرحې د رد كېدلو نه وروسته دويم پلان نه لري.

ټاكل شوې وه چې د ولسي جرګې مشر چې د ټرمپ د ګوند غړى دى پدې اړه خبري غونډه جوړه كړي خو د نوموړي خبري غونډه هم ځنډېدلې ده.

ټرمپ تر دې وړاندې امريكا ته د ۷ مسلمانو هېوادونو د هېوادوالو پر راتګ باندې د بنديز په اړه يو فرمان هم صادر كړى وو چې په واشنګټن كې د يوې محكمې لخوا لغوه شو.

كه څه هم د ټرمپ د واكمنۍ لا درې مياشتې هم پوره  شوي نه دي خو دا دويم ځل دى چې نوموړى په خپلو سياسي دريځونو كې پاتې راځي.



اړوند خبرونه