په پاريس كې د آى اېم اېف په څانګه كې چاودنه

په پاريس كې د پېسو د نړيوال صندوق آې اېم اېف په څانګه كې د يوې كار كوونكې لخوا د راغلي پاكټ د پرانيستلو پر مهال چاودنه شوې ده.

692970
په پاريس كې د آى اېم اېف په څانګه كې چاودنه

 

 

دا چاودنه په داسې حال كې كيږي چې پرون د جرمني د ماليې وزارت ته هم په پاكټ كې چاودېدونكي مواد لېږل شوي ول چې د پوليسو لخوا كشف او خنثى شول.

د پاريس په چاودنه كې يوه ښځه ټپي شوي ده.

د فرانسې د خبري رسنيو د معلوماتو پر اساس دا پاكټ د آى اېم اېف د يو تن لوړپوړي چارواكي په پته لېږل شوى وو چې د يوې ښځينه كار كوونكي لخوا د پرانيستلو پر مهال وچاودېد. په پېښه كې د پرانيستونكې ښځې مخ او لاسونه ټپي شوي دي.

د نا تاييد شوو رپوټونو له مخې په پاكټ كې هوايي فشنګونه ځاى پر ځاى شوي ول. چاوانه دومره زوروه وه چې د كوټې د چت يوه برخه نړېدلې ده.

د آى اېم اېف كار كوونكي وايي چې پخوا ورته د نامعلومو كسانو لخوا د ټېلفون پر كرښه ګواښونه شوي ول.

دا په داسې حال كې ده چې پرون د جرمني د ماليې وزارت ته هم يو پاكټ لېږل شوى وو چې په كې چاودېدونكي مواد ځاى پر ځاى شوي ول. ددې پېښې پړه په يونان كې يوې آنارشيستې ډلې پر غاړه واخيستله.


پيوندونه: #چاودنه , #تركيه , #پاريس

اړوند خبرونه