ایتوپیا په پلازمینه کې د مځکې خوییدو له امله ستره فاجعه رامنځته شوه

د ایتوپیا په پلازمینه  آدیس آبابا  کې  د کثافاتو  راټولو  په سیمه کې  د کثافاتو د خويیدو  په يایله کې  قتل عام رامنځته شو.

689999
ایتوپیا په پلازمینه کې  د مځکې خوییدو له امله ستره فاجعه رامنځته شوه

د ایتوپیا په پلازمینه  آدیس آبابا  کې  د کثافاتو  راټولو  په سیمه کې  د کثافاتو د خويیدو  په يایله کې  قتل عام رامنځته شو.

په آدیس آبابا کې  د کثافاتو د راټولو  په سیمه کې  د کثافاتو  او مځکې  د راخوییدو په پایله کې  ۱۵ کورونه  د کثافاتو  لاندې شوي دي.

په پيښه کې تر اوسه پورې  د ۴۶ تنو د وژل کیدو نه خبر ورکړ شوی دی. د وژل شوو کسانو نه  ۳۲ تنه يي ښځې دي.

د بله پلوه په سیمه کې  د یو پلو نه  د ژغورنې چارې دوام لري دي او د بل پلوه  په سیمه کې د شاوخوا کورونو د تخلیه کولو او خلک په امنه سیمو ته د استولو په چارو پیل شوی دی.

د آدیس آبابا  د بیړنیو حالاتو، دابیر  او د کنټرول د ادارې لخوا په شوو څرګندونو کې ویل شوي دي چې په سیمه کې د ژغورنې چارې دوام لري.

د ویلو  ده چې  د تیرو پنځوسو کلونو راهیسې   د آدیس آبابا  د ښار کثافات  پدې سیمه کې  راټولیږي. د ښار پدې لویه کثافات دانۍ کې  په سلګونو تنه  د کثافاتو راټلوونکي  او  زړو توکو پلوونکي  کار کوي.

پدې سیمه کې  ددینه مخکې هم  مځکه خوییدنه رامنځته شوې وه  خو پدې اندازه  نوه.



اړوند خبرونه