عراقي ځواکونو د داعش نه ډیری سیمې بیرته ونیولې

د داعش ترهګرې ډلې پر وړانډې د مبارزې په برخه کې د امریکا متحده ایالتونو ځانګړي استازي بریت مک ګورک  ویلي دي چې  عراقي ځواکونو  د داعش ترهګرې ډلې نه  ۶۵ سلنه خاوره بیرته نیولې ده.

689930
عراقي ځواکونو  د داعش نه ډیری سیمې بیرته ونیولې

د داعش ترهګرې ډلې پر وړانډې د مبارزې په برخه کې د امریکا متحده ایالتونو ځانګړي استازي بریت مک ګورک  ویلي دي چې  عراقي ځواکونو  د داعش ترهګرې ډلې نه  ۶۵ سلنه خاوره بیرته نیولې ده.

هغه  په بغداد کې د امریکا په سفارت کې خبري غونډې ته وویل « عراقي ځواکونو د ایتلافي ځواکونو په مرسته  د داعش پر خلاف د پيل کړو عملیاتو په ترڅ کې  ۵۰ زره کیلومتره  سیمه  بیرته نیولې ده . عراقي ځواکونو په نوموړي هیواد کې د داعش ترهګرې ډلې د کنټرول لاندې د سیمو نه  ۶۵ سلنه  سیمې  نیولي دي. »

هغه زیاته کړه چې  د امریکا په مشرۍ  نړۍوال ایتلاف  د عراق ۹۰ زره تنه  سرتیري  د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په خاطر  روزلي دي. همداشان  د ایتلافي ځواکونو په هوايي بریدونو کې د داعش ترهګرې ډلې  تر ۱۸۰ تنه ډیر مشران  وژل شوي دي.

هغه ویلي دي چې  د داعش ترهګرې ډلې تر کنټرول لاندې سیمو ته  غځیدلي  ټولې لارې  نیول شوي دي  او داعش  تر محاصرې لاندې  قرار لري.

هغه زیاته کړه چې  د داعش ترهګرې ډلې  د جنګیالیو د تیښتې  او یا دوې سره د تازه دمو جنګیالیو یو ځای کیدل  ناممکنه خبره ده.

د داعش  ماته  عام خبره ده. د داعش ترهګرې ډلې ټول جنګیالي  د مرګ نه پرته  بله لار نلري . ټول به مړه کیږي.

همداشان  هغه  امریکا ته د عراق د لومړي وزیر حیدر العبادي  د سفر نه هم خبر ورکړ. هغه وویل چې  لومړی وزیر العبادي به په نږدې راتلوونکي کې  امریکا ته سفر وکړي او د ولسمشر ټرامپ سره  به وویني. هغه  وویل چې  د عراق د امنیت مسله د امریکا لپاره ځانګړی اهمیت لري.

د داعش پر خلاف د مبارزې په برخه کې د امریکا ځانګړی  استازی  د تیر خالي په ورځ په بغداد کې د لومړي وزیر العبادي سربیره  د پارلمان ریس سلیم الجبوري  او د ملي دفاع وزیر عرفان خیرلي  سره لیدنې وکړې.


پيوندونه: #امریکا , #عراق , #داعش

اړوند خبرونه