په هایټي کې د قتل عام په څیر پيښه رامنځته شوه.

په هایټي کې یو بس د فیستیوال په منځ کې د ننوتو سره په لسګونو تنه ووژل

689847
په هایټي کې د قتل عام په څیر پيښه رامنځته شوه.

په هایټي کې  یو مساپر وړونکی  بس موټر  د موسیقۍ  د یو فیستیوال  په منځ کې د ننوتو سره  په لسګونو تنه  د ټیرونو  لاندې کړل.

د هایټي د خبري رسنیو د خبر له مخې  دا پیښه  د نوموړي هیواد د ګونایوس په ښار کې رامنځته شوې ده.

د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې  په یاد شوي ښار کې  یو بس  لومړی په سړک کې یو تن  لاندې کړ. د بس چلوونکی  وروسته  د بس سره  یو ځای  په سیمه کې  د موسیقۍ  د فیستیوال  د ګډون کوونکو په منځ کې  ننوت چې په لسګونو تنه يي د موټر لاندې کړل.

پدې پیښه کې  لږ تر لږه  ۳۸ تنه ووژل شول  او ۱۵ تنه نور ټپیان شول . د ټپیانو نه هم د بعضو روغتیايي حالت ښه ندی.

د پیښې لامل  ناڅرګند  دی. دا لا معلومه نده چې دا  ټرافیکي  پیښه  وه  او که  قصدي.

پولیسو  د پيښې پ اړه څیړنې پيل کړي دي.


پيوندونه: #هایټي

اړوند خبرونه