د اسراییلو لومړی وزیر نن یو ځل بیا څیړل کیږي
د اسراییلو پولیس د نوموړي هیواد د لومړي وزیر نتنیاهو نه د څلورم ځل لپاره تحقیقات کوي.
د اسراییلو پولیس د نوموړي هیواد د لومړي وزیر نتنیاهو نه د څلورم ځل لپاره تحقیقات کوي.
د اسراییلو د خبري رسنیو د خبر له مخې پولیس نن د مارچ شپږمه د څلورم ځل لپاره د لومړي وزیر بنیامین نتناهو نه په هغه د لګیدولو مالي فساد تورونو له امله تحقیقات کوي.
د یادولو وړ ده چې د اسراییلو د لومړي وزیر نتنیاهو پر خلاف ۳ جلا جلا دوسېې پرانیستل شوي دي.
په لومړنۍ دوسیه کې په هغه او میرمن يي د شتمنو کسانو نه د هدیو د اخیستو تورونه لګیدلي دي.
همداشان په دویمه دوسیه کې نتنیاهو د حکومت د مخالفو خبري ارګانونو سره ددې په ګته د کمپاین کولو او دده د ملاتړ کولو په خاطر په غیرې قانوني توګه د جوړجاړي تور لګیدلی دی.
همداشان په دریمه دوسیه کې بیا د جرمني نه په غیرې قانوني توګه د تحت البحري او جنګي کښتیو د رانیولو تور لګیدلی دی.
د اسراییلو لومړي وزیر نتنیاهو په هغه لګیدلي ټول تورونه رد کړي دي. د اسراییلو لومړی وزیر دا څلورم ځل دی چې د پولیسو لخوا څیړل کیږي.
سرچینه اناتولیا