د کلیسا اړوند په یو کور کې د ماشومانو دسته جمعې قبر وموندل شو

په ایرلنډ کې  د کاتولیکو مسیحیانو د یوې کلیسا اړوند په کور کې  د ماشومانو دسته جمعې  قبر  وموندل شو.

685059
د کلیسا اړوند په یو کور کې د ماشومانو دسته جمعې قبر وموندل شو

په ایرلنډ کې  د کاتولیکو مسیحیانو د یوې کلیسا اړوند په کور کې  د ماشومانو دسته جمعې  قبر  وموندل شو.

په ایرلنډ  کې  د کاتولیکومسیحیانو د کلیسا  اړوند د ښځو لپاره  د ځانګړي شوي  کور لاندې  د کینو په ترڅ کې  د سلګونو تنو  انسانانو هډونکې  او نښانې  وموندل شوې.

ویل کیږي  کلیسا دا  کور نه د ۱۹۲۵ او ۱۹۶۱ کلونو ترمنځه  د هغه د ښځو لپاره ځانګړی کړی وو چې  د واده پرته  ماشوم يي درلودل.

ګمان کیږي  چې  پدې  قبر کې  ډیری  ارموني  ماشومان  ژوندي  خښ شوي وي.

د ایرلنډ  د ماشومانو د چارو مسئولې  د دولت  وزیرې کاترین زپون  خبري رسنیو ته وویل چې  « ډیر زړه بوږنوونکې  نښې او نښانې  موندل شوي دي کیدای شي چې ډیری  خلک  په زړونو ټپیان کړي. موندل شوو نښو او نښانو زمونږ شک او شبهې  په حقیقت بدلې کړې. تر ټولو مهمه  خبره داده  چې دا نښې او نښانې  په ایرلنډ کې  د قحطۍ  د دورې نه بلکې  د هغه دورې دي چې  ددې کور نه د کلیسا لپاره  کار اخیستل کیده.»

هغې زیاته کړه چې   ترسره شوو تحقیقاتو ښودلي دي چې  پدې قبر کې موندل شوي  ډیری  هډوکي  په ۱۹۵۰ کلونو کې د خښو شوو ماشومانو اړوند  دي.

د یادولو وړ ده چې  ایرلنډ  دیني ادارو او کلیسا ګانو  د ښځو لپاره په ځانګړو کړو لسو کورونو کې  نږدې  ۳۵ زرو تنو ښځو ته  ځای ورکړی وو.   



اړوند خبرونه