د ټرامپ د کابینې د عدلیې وزیر د روسیې سره په پټو لیدونو تورن شو
د امریکا متحده ایالتونو د ولسمشر دونالد ټرامپ د کابینې د عدلیې وزیر هم د روسیې سره په پټو لیدونو کتنو تورن شو.
د امریکا متحده ایالتونو د ولسمشر دونالد ټرامپ د کابینې د عدلیې وزیر هم د روسیې سره په پټو لیدونو کتنو تورن شو.
د ویلو ده چې ددینه مخکې د امریکا د ولسمشر ټرامپ د ملي امنیت سلاکار فلین چې د روسیې د سفیر سره په پټه لیدنې تورن وو له خپلې دندې استعفا کولو ته مجبور شو.
د امریکا مطبوعاتو دا ځل د ټرامپ د کابینې د عدلیې وزیر جیف سشنز په واشنګټن کې د روسیې د سفیر سره په پټه په لیدنې تورن کړ.
د امریکا د واشنګټن پوست ورځپاڼې ویلي دي چې د عدلیې وزیر سشنز تیر کال د خپل کار په دفتر کې د روسیې د سفیر سره په پټه لیدنه کړې ده . ورځپاڼې لیکلي دي چې دا لیدنه د سشنز د سناتورې د دندې پر مهال ترسره شوې ده . نوموړي بیا د امریکا د سنا دا لیدنه پټه کړې ده.
یادې شوې ورځپاڼې لیکلي دي چې نوموړي د ولسمشر ټرامپ د ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال د روسیې د سفیر سره لیدلي دي.
امریکايي خبري رسنیو د خبر له مخې د امریکا د عدلیې وزیر جیف سشنز د تیر کال د جولای او سپټمبر په میاشت کې د خپل کار په دفتر کې د روسیې د سفیر سره پټه لیدنه کړې ده .
روسیې بیا د سشنز سره د لیدنې په اړه ادعاګانې په کله توګه رد کړي دي.