ټرامپ خپل ۲۵ کلن ملګری د سوداګرۍ د وزیر په توګه وټاکه
د امریکا د سوداګرۍ وزیر د باور رای واخیسته
د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر دونالد ټرامپ خپل ۲۵ کلن ملګری او نږدې دوست د سوداګرۍ د وزیر په توګه وټاکه.
۷۹ کلن امریکايي نامتو سوداګر میلیاردر ویلبور روس د امریکا د سوداګرۍ وزیر په توګه وټاکل شو. د ویلو ده چې نوموړي د امریکا د مشرانو جرګې څخه د باور رای هم ترلاسه کړه.
روس په مشرانو جرګه کې د ۲۷ مخالفو رایو په مقابل کې د ۷۲ موافقو رایو په ترلاسه کولو سره د سوداګرۍ وزیر په توګه وټاکل شو.
د ولسمشر ټرامپ ۲۵ کلن دوست او ملګری میلیاردر روس سره ددې چې د ټرامپ د کابینې د نورو وزیرانو په پرته په مشرانو جرګه کې د لږ مخالفت سره مخامخ شو خو بیا هم پرې ډیرې زیاتې نیوکې وشوې.
د امریکا د مشرانو په جرګه کې د ډیموکراټ سناتورانو د ډلې مشر چارلیس شومر د ټرامپ د کابینې د سوداګرۍ وزیر ته د باور د رای ورکولو نه مخکې عمومي غونډې ته په وینا کې وویل « ښاغلی روس چې د قبرس بانک مرستیالۍ مسئولیت په غاړه لري د نوموړي بانک په اړه جدي اندیښنې شتون لري. د یاد شوي بانک مهم شریکان د روسیې سره نږدې اړیکي لري. غواړم چې پدې اړه مونږ ته معلومات راکړۍ.»
د ټرامپ د سوداګرۍ وزارت لپاره نوماند روس د ډیموکراټ ګوند دې پوښتنې ته ځواب ورنکړ. د ډیموکراټ ګوند سناتور شومر وویل « دا چې د ټرامپ اداره په هره برخه کې د معلوماتو ورکولو نه ډډه کوي دا پخپله په شفافیت پرده غوړول دي.دوی هر څه پټوي. »
د ویلو ده چې د ټرامپ د سوداګرۍ وزیر د ګڼ شمیر ډیموکراټانو رایه هم ترلاسه کړه.
د امریکا د سوداګرۍ نوي وزیر د باور د رای د ترلاسه کولو نه وروسته وویل چې هر څه ژر به د لوړې په کولو سره خپله دنده پيل کړي.
ویل کیږي د نوموړي لومړنۍ دنده به د امریکا، کاناډا او مکسیکو ترمنځه د ازادې سوداګرۍ د تړون په اړه د مذاکراتو پيلول وي.
نوموړی د ټرامپ د کابینې تر ټولو د پوخ عمر لرونکی دی. هغه د ۳ میلیارده شتمنۍ سره په امریکا کې د مهمو سوداګرو نه یو دی.
هغه د ولسمشرۍ د ټاکنیزو کمپاینونو په ترڅ کې د ټرامپ سره ډیره زیاته مرسته کړې ده .