روسیې  په تاجکستان کې د افغانستان سره په پوله کې  عسکري هډه  فعاله کړه.

روسیه : په افغانستان کې داعش او نورو ترهګرو  زمونږ  ژورې اندیښنې پارولي دي.

681444
روسیې  په تاجکستان کې د افغانستان سره په پوله کې  عسکري هډه  فعاله کړه.

روسیې د افغانستان سره په پوله کې   په تاجکستان کې عسکري هډه  فعاله کړه.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین چې د رسمي سفر په ترڅ کې  تاجکستان ته تللی دی خبریالانو ته وویل «  د تاجکستان سره  د افغانستان سره په پوله کې  د روسیې د عسکري هډې د فعالو په اړه  په  تفاهم  ورسیدو. »

پوتین دا څرګندونې  د تاجکستان د ولسمشر امام علي رحمان سره  د لیدنې نه وروسته ګډې خبري غونډې ته وکړې. پوتین وویل چې دا پریکړه  د افغانستان نه تاجکستان او روسېې ته د داعش او نورو ترهګرو ډلو  د تګ راتګ او نفوذ د مخنیوي په خاطر شوې ده .

هغه زیاته کړه چې په افغانستان کې داعش او نورو ترهګرو  ددوې  ژورې اندیښنې پارولي دي.

د همدې امله  مو  د افغانستان سره په پوله کې  په تاجکستان کې د روسیې د موجودې عسکري هډې د فعالولو پریکړه وکړه.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین تاجکستان ته د خپل سفر په ترڅ کې  د نوموړي هیواد ولسمشر امام علي رحمان ته د دواړو هیوادونو اړیکو د قوي کولو د مسلې سره  د مرستې له امله د روسیې د الکساندر نیوسکي  دولتي نښان  ورکړ.

د بله پلوه  د کرملین ماڼۍ ویلي دي چې  ولسمشر پوتین  تاجکستان ته د خپل سفر په چوکاټ کې د نوموړي هیواد سره د اقتصادي، تجاري، انرژۍ او پوهنې د برخو په ګډون  په ۷ جلا جلا برخو کې  ۷ تړونونه  لاسلیک کړل.



اړوند خبرونه