په کاناډا کې د مسلمانانو ګواښوونکی‌ ته جزا ورکړل شوه

په کاناډا کې  محکمې هغه  کاناډايي  ته چې مسلمانان به يي  په مرګ ګواښل  په جزا محکوم کړ.

679942
په کاناډا کې د مسلمانانو ګواښوونکی‌ ته جزا ورکړل شوه

په کاناډا کې  محکمې هغه  کاناډايي  ته چې مسلمانان به يي  په مرګ ګواښل  په جزا محکوم کړ.

نوموړي‌ کاناډايي  په ۲۰۱۵ کال کې  د یوتیوب له لارې  د ویدیوګانو  مسلمانان په مرګ ګواښل. هغه  د باټمن د فلم  د ماسک پر مخ کولو  سره  په خپرو کړو ویدیوګانو کې  ویلي‌ وو چې په هره اوونۍ کې به یو تن مسلمان  ووژني. 

د جیس پيلیتر په نامه  نوموړی  کس  د محکمې لخوا  په  ۱۸ میاشتو نظربند  او  سل ساعته  دولتي‌ ادارو  په وړیا توګه په خدمت کولو  محکوم کړ.

د مونټریال  د ښار  کبک محکمې  قاضي  لوري‌ ریني‌ ویتزمن  ویلي‌ دي‌ چې  جیس  د نیول کیدو نه وروسته  واقعیت سره  چې  پښیمانه  دی  او  په کړو وړو کې  ډیر زیات  تغیرات  راغلي‌ دي. هغه په یو ښه  کس  بدل شوی دی.

جیس  په خپل  جرم  اعتراف  کړی دی  او بښنه يي  غوښتې  ده. د هغه د مدافع وکیل  بیا ویلي‌ دي‌ چې موکل يي‌ د الکولي‌ مشروباتو  او نشه يي توکو کارول  پریښي‌ دي. 

د ویلو ده  چې  نوموړی  کاناډايي‌ د ویدیوګانو د خپرولو نه وروسته د پولیسو لخوا نیول شوی وو او محکمې په دوه کاله  حپس  محکوم کړی وو.

وروسته  د نوموړي‌ د پښیماني‌ د ښودولو  او د توبې کولو سره  محکمې  د هغه په سزا  بیا کتنه وکړه.

محکمې  نوموړی  په ۱۸ میاشتو نظر بند  او سلو ورځو  دولتي‌ ادارو ته په وړیا  توګه په خدمت کولو محکوم کړ.


پيوندونه: #کاناډا , #محکمه

اړوند خبرونه