ملګروملتونو سازمان  د څلورو هیوادونو لپاره د بیړنۍ  مرستې غوښتنه وکړه.

ملګروملتونو سازمان د سویلي سوډان ، نایجریا، سومالي  او یمن  لپاره د بیړنۍ مرستې غوښتنه وکړه

678281
ملګروملتونو سازمان  د څلورو هیوادونو لپاره د بیړنۍ  مرستې غوښتنه وکړه.

ملګروملتونو سازمان  د څلورو هیوادونو لپاره د بیړنۍ  مرستې غوښتنه وکړه.

ملګروملتونو سازمان  ویلي دي چې  سویلي سوډان ، نایجریا، سومالي  او یمن   کې څه باندې  شل میلیونه تنه انسانان  د ولګې له امله  د مرګ د ګواښ سره مخامخ دي. ملګروملتونو ویلي دي چې  یاد شوي هیوادونه  د قوي وچکالۍ سره  هم مخامخ  دي.

ملګروملتونو  ددې هیوادونو لپاره هر څه ژر  د ۴ عشاریه ۴ میلیاردو ډالرو  بیړنۍ  مرستې غوښتنه کړې ده .

د ملګروملتونو سرمنشي  ګوتریس  وویل چې پدې څلورو هیوادونو کې  په میلیونونو تنو انسانانو ته  د خوړو  د نه رسیدو له امله  د مرګ  د ګواښ سره مخامخ دي.

هغه ویلي دي چې پدې هیوادونو کې  د ولګې قحطۍ  د ستونزې سربیره  ساري ناروغیو کچه د پام وړ لوړه شوې ده .

په نوموړو هیوادونو کې  د ستر فلاکت  د مخنیوي په  خاطر  د مارچ د میاشتې تر وروستۍ ورځې  هر څه عاجل  ۴ عشاریه ۴ میلیاردو ډالرو مرستې ته اړتیا لرو.

هغه په نړۍوالې ټولنې غږ وکړ چې  د وخت نه وروسته  مرستو ته اړتیا نلري.  که چیرې پدې هیوادونو کې  په لسګونو زره تنه ماشومان  ژوند د لاسه ورکړي  وروسته به زه  ستاسې په مرستو څه وکړم.

پدې هیوادونو کې  د ستر فلاکت  د مخنیوي په خاطر  باید هر څه ژر په حرکت پیل وکړو.

د بله پلوه  د ماشومان مرستندویه  د یونسف  سازمان ویلي دي چې پدې څلورو هیوادونو کې  یو عشاریه ۴ میلیونه تنه ماشومان  د ولګې له امله د مرګ د ګواښ سره مخامخ دي. د هرې شیبې په تیریدو سره  دې ماشومانو ته د مرګ ګواښ لا نږدې کیږي.



اړوند خبرونه