په ملګروملتونو سازمان کې د روسیې دایمي استازی ومړ.
په ملګروملتونو کې د روسیې دایمي استازي ویتالي چورکين په ناڅاپي ډول ژوند د لاسه ورکړ.
په ملګروملتونو سازمان کې د روسیې دایمي استازي په امریکا کې ومړ.
په ملګروملتونو کې د روسیې دایمي استازي ویتالي چورکين په ناڅاپي ډول ژوند د لاسه ورکړ.
۶۴ کلن ټکړه ډیپلوماټ د ۲۰۰۶ کال راهیسې په ملګروملتونو کې د روسیې د دایمي استازي په توګه دنده ترسره کوله.
د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت لخوا د چورکین د مړینې په اړه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې « په ملګروملتونو سازمان کې د روسیې دایمي استازي چورکين د زوکړې د کلیزې نه یو ورځ مخکې د فبروري په شلمه نیټه د امریکا د نیویارک په ښار کې ومړ.»
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې د چورکین د ناڅاپي مړینې له امله د هغه کورنۍ او دوستانو ته تسلیت وړاندې کړی دی.
د ویلو ده چې ویتالي چورکین د ۲۰۰۶ کال کې د اګست په اتمه نیټه په ملګروملتونو سازمان کې د روسیې د دایمي استازي په توګه په دنده پیل وکړ.
روسیې د چورکین د مړینې د لامل په اړه څه ندي ویلي.
په ملګروملتونو کې د روسیې دایمي نماینده ګۍ ویلي دي چې ښاغلی چورکین د دندې پر مهال ناروغ شو چې روغتون ته واستول شو. هغه په ناڅاپي ډول په روغتون کې ساه ورکړه.
بعضې خبري رسنیو بیا ویلي داسې ښکاري چې چورکین د زړه د حملې په پایله کې ژوند د لاسه ورکړی وي.