د شمالي كوريا د مشر لخوا د خپل ورور د وژلو ادعا

د شمالي كوريا د مشر كيم جونګ اون ورور په مالېزيا كې په مرموز ډول وژل شوى دى.

672445
د شمالي كوريا د مشر لخوا د خپل ورور د وژلو ادعا

 

 

د رويټرز د خبري آژانس د خبر له مخې كيم جونګ نام د شمالي كوريا د مشر ناسكه ورور دى د تېرې دوشنبې په ورځ په مالېزيا كې د زهرو په واسطه وژل شوى دى.

د ماليزيا د خبري رسنيو د معلوماتو پر اساس د جنوبي كوريا د چارواكو د وينا له مخې كيم جونګ نام د مالېزيا په پلازمېنه كوالالامپور كې په هوايي ډګر كې د دوو تنو ښځو لخوا چې ويل كيږي چې د شمالي كوريا جاسوسانې وې، د زهرو په واسطه مسموم شوى دى.

د مالېزيا پوليسو رويټرز ته ويلي دي چې په هوايي ډګر كې د شمالي كوريا يو تن هېوادوال مسموم شوى وو چې روغتون ته د لېږدولو پر مهال يې ساه وركړه. وروسته څرګنده شوه چې دا كس د شمالي كوريا د مشر كيم جونګ اون مشر ناسكه ورور كيم جونګ نام وو.

۴۶ كلن نام د شمالي كوريا د پخواني مشر كيم جونګ ايل او د جنوبي كوريا د هنرمندې سونګ هاي ريم غير مشروع اولاد وو چې د خپل پلار تر مرګ وړاندې د هغه ځاى ناستى بلل كېده.

په ۲۰۰۱م كال كې نام غوښتل چې د يو تفريحي پارك د ليدلو په موخه په پټه جاپان ته لاړ شي خو په سرحد كې رسوا شو. له دې نېټې وروسته يې په تبعيد كې ژوند پيل كړ او د خپلې كورنۍ د مهمو منقدينو له جملې شمېرل كېدلو. كيم جونګ نام په شمالي كوريا كې د خپل ورور پر نظام سختې نيوكې كولې او د اصلاحاتو غوښتنه يې كوله.



اړوند خبرونه