د دونالد ټرامپ  په کابینه کې په استعفاګانو پیل وشو.

د امریکا متحده ایالتونو  د نوي ولسمشر دونالد ټرامپ  په کابینه کې په استعفاګانو پیل وشو.

671595
د  دونالد ټرامپ  په کابینه کې په استعفاګانو پیل وشو.

د امریکا متحده ایالتونو  د نوي ولسمشر دونالد ټرامپ  په کابینه کې په استعفاګانو پیل وشو.

د دونالد ټرامپ  تر ټولو  نږدې  کس  د ملي  امنیت سلاکار مایکل فلین د خپلې دندې استعفا وکړه.

د سپینې ماڼۍ  د ملي امنیت سلاکار  مایکل فلین په واشنګټن کې د روسیې د سفیر سرګي ایوانویچ کیسلیاک سره د ټیلیفوني خبرو  اړوند  د ادعا نه وروسته  د خپلې دندې استعفا وکړه.

د یادولو وړ ده  ویل کیږي  چې د سپینې ماڼۍ  د ملي امنیت سلاکار  مایکل فلین  په دندې د پيل نه مخکې په واشنګټن کې د روسیې د سفیر سره  د امریکا لخوا په روسیې د لګولو شوو بندیزونو د لرې کولو اړوند د خبرو کولو ادعا شوې وه.

مایکل فلین  د دندې  د پیلولو نه یواځې  درې اوونۍ  وروسته  استعفا ورکړه. د ویلو ده چې  پخوانی  عسکر  مایکل فلین  په عراق او سوریه کې  د دندې د ترسره کولو له امله په ځانکړې توګه د منځني ختیځ  سیمې په اړه کافي معلومات درلودل.

د امریکا نه بهر د ولسمشر ټرامپ  ټول پلانونه  د مایکل فلین لخوا جوړیدل.

مایکل فلین  د امریکا د پخواني ولسمشر باراک اوباما لخوا له دندې ګوښه شوی وو. ویل کیږي  مایکل فلین د اوباما لخوا   ۳۵ تنه  روسي ډیپلوماټان د هیواد نه د شړولو د پریکړې  کولو  په ورځ  ۵ ځله  په واشنګټن کې د روسیې د سفیر سره  د ټيلیفون په کرښه خبرې کړي دي.

مایکل فلین د روسیې د سفیر سره  د ټیلیفوني خبرو په اړه  معلومات نه وو ورکړي. خو کله  چې د امریکا مطبوعاتو  ددې مسلې په راسپړلو پیل وکړ  د ولسمشر ټرامپ  مرستیال  مایک پینس د هغه نه دفاع وکړه. مایک پینس وویل چې  هغه  د روسیې د سفیر سره  په روسیې د لګیدولو بندیزونو اړوند خبرې ندي کړي.

همداشان  فلین هله  استعفا ته  مجبور شو چې مطبوعاتو  د فلین  یوه بله خطا په ډاګه کړه. ویل کیږي فلین  د نوموړو ټیلیفوني خبرو په اړه  د ټرامپ  مرستیال  مایک پینس ته  هم  غلط معلومات ورکړي وو.



اړوند خبرونه