قربانقلي بیردي محمدوف یو ځل بیا د ترکمنستان د ولسمشر په توګه وټاکل شو
د ترکمنستان ولسمشر قربانقلي بیردي محمدوف یو ځل لپاره د نوموړي هیواد د ولسمشر په توګه وټاکل شو.
د ترکمنستان ولسمشر قربانقلي بیردي محمدوف یو ځل لپاره د نوموړي هیواد د ولسمشر په توګه وټاکل شو.
د ویلو ده چې قربانقلي بیردي محمدوف په ۲۰۰۶ کال کې د صفرمراد نیازوف د مړینې نه وروسته د ترکمنستان د ولسمشر په توګه وټاکل شو. هغه د تیرو ۱۱ کلونو راهیسې د ترکمنستان ولسمشر په توګه دنده ترسره کوله چې یو ځل بیا د ۷ کلونو لپاره د ولسمشر په توګه وټاکل شو.
د یادولو وړ ده چې بیردي محمدوف د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د ۹۸ سلنه رایو په ترلاسه کولو سره یو ځل بیا د ولسمشر په توګه وټاکل شو.
د ترکمنستان ولسمشر د تیر لمریز کال د سنبلې په میاشت کې په اساسي قانون کې د اصلاحاتو سره د ولسمشر د نوماندۍ په برخه کې د عمر خنډ له منځه یو او د ولسمشر د دندې موده يي د پنځو نه ۷ کلونو ته لوړه کړه. د ویلو ده چې په ترکمنستان کې ددینه مخکې ۷۰ کلن او یا د ۷۰ کلونو نه د ډیر عمر لرونکي نشو کولی چې ځان ولسمشرۍ لپاره کاندید کړي. هم
بیردي محمدوف دا شرط له منځه یوړ. د یادولو وړ ده چې ترکمنستان د ګازو د زیرمو له امله د نړۍ څلورم بډایه هیواد دی.
د ترکمنستان د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د ولسمشر قربانقلي بیردي محمدوف په ګډون ۸ تنو نوماندانو ګډون کړی وو.
د ترکمنستان د ولسمشرۍ د ټاکنو نه د شانګهای د همکاریو د سازمان ، خپلواکه دولتونو ټولنې او نړۍوالو سازمانونو او ټولنو نه ۱۵۱ تنو بهرنیو ناظرینو نظارت کولو.