په روسیه کې چورلکې سقوط وکړ.
د روسیې اړوند د التای خپلواکه جمهوریت د پخواني لومړي وزیر چورلکې سقوط وکړ
670722
په روسیه کې چورلکې سقوط وکړ.
د روسیې د التای په سیمه کې چورلکې چې پنځه تنه پکې سپاره ول سقوط وکړ. د ژغورنې ډلې سیمې ته استول شوي دي.
د چورلکې د لټون چارې پیل شوي دي.
د روسیې د تاس خبري اژانس د خبر له مخې، د روسیې یوه چورلکه د التای د سیمې په شاوخوا کې د تالتسکو په جهیل کې لویدلې ده.
ویل کیږي په الوتکه کې د روسیې اړوند د التای جمهوریت پخواني لومړي وزیر اناتولي بانیخ په ګډون پنځو تنو شتون درلود.
د ژغورنې ډلې سیمې ته رسیدلي دي او د لټون په چارو يي پیل کړی دی . دا لا معلومه نده چې پدې پيښه کې څوک ژوندي ژغورل شوي دي او که نه.