د پولنډ لومړۍ وزیره بیاتا سیدلو په ټرافیکي پیښه کې ټپۍ شوه.
د پولنډ لومړۍ وزیرې موټر د هیواد په سویل کې د اوشویمچین په ښار کې د یو بل موټر سره د جنګیدو له امله ټپۍ شوه.
د پولنډ لومړۍ وزیره بیاتا سیدلو په ټرافیکي پیښه کې ټپۍ شوه.
د پولنډ لومړۍ وزیرې موټر د هیواد په سویل کې د اوشویمچین په ښار کې د یو بل موټر سره د جنګیدو له امله ټپۍ شوه. د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې د لومړۍ وزیرې د موټرو کتار د تیریدو په حال کې وو چې په ناڅاپي ډول یو موټر د یو فرعي سړک نه راووت او د هغې د موټر سره وجنګید.
د پولنډ د پولیسو په وینا د لومړۍ وزیرې د موټر سره ټکر کوونکو ۲۰ کاله عمر لري.
پولیسو ویلي دي چې د پیښې نه وروسته لومړۍ وزیره سیدلو سمدلاسه روغتون ته انتقال او د درمنلې لاندې نیول شوې ده .
د لومړۍ وزیرې روغتیایي حالت ښه ښودل شوی دی .
پدې پیښه کې ځینو نور کسان هم ټپیان شوي دي.
د یادولو وړ ده چې د پولنډ لومړۍ وزیرې سیدلو د تیر کال د نوامبر په میاشت کې چې د رسمی سفر په ترڅ کې اسراییلو ته تللې وه په نوموړي هیواد کې ټرافیکي پیښه کړې وه. پدې پيښه کې د پولنډ دوه تنه چګپوړي چارواکي ټپیان شوي وو خو لومړۍ وزیرې ته زیان نه وو اوښتی.