په افغانستان کې د امریکايی ځواکونو قومندان جنرال نیکلسن اعتراف وکړ.
امریکا: د افغانستان حالات په ناڅرګندۍ کې قرار لري.
په افغانستان کې د امریکايی ځواکونو قومندان جنرال نیکلسن اعتراف وکړ.
هغه وویل چې د افغانستان حالات په ناڅرګندۍ کې قرار لري او د افغانستان امنیتي ځواکونو د روزنې او ملاتړ په خاطر څو زرو تنو تازه دمو سرتیرو ته اړتیا لرو.
په افغانستان کې د امریکايی ځواکونو قومندان ستر جنرال جان نیکلسن د امریکا د مشرانو په جرګه کې د وسله والو خدماتو په کمیټه کې د افغانستان د حالاتو تر عنوان لاندې په جوړه شوې غونډه کې د سناتورانو پوښتنې ځواب کړې.
د امریکا د مشرانو جرګې د وسله والو خدماتو د کمیټې ریس سناتور جان مکین د جنرال نیکلسن په افغانستان کې د امنیت په اړه په عمومي ډول د معلوماتو غوښتنه وکړه.
نیکلسن د سناتور مکین په ځواب کې وویل چې « افغانستان دم ګړۍ په ناڅرګندۍ کې قرار لري . »
هغه وویل چې په افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړانډې د مبارزې په برخه کې د افغان امنیتي ځواکونو ځاني ضایعات پوځ ته پولیسو ته د استخدام نه ډیر لوړ دي. هغه وویل چې زما په اند د افغانستان د امنیتي ځواکونو د ځاني ضایعاتو مخه نیول کیږي. دا مسله دوامداره نده.
څو زرو تنو سرتیرو ته اړتیا لرو :
جنرال نیکلسن ددې پوښتنې په ځواب کې چې آیا په افغانستان کې د ناټو د سازمان د موجودو سرتیرو شمیره کافي ده او که نه؟ داسې وویل ، په افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په خاطر کافي سرچینې او سرتیري لرو خو یواځې د افغان ځواکونو د روزنې او د هغوې نه د ملاتړ لپاره څو زرو تنو سرتیرو ته اړتیا لرو.
دا څو زره تنه سرتیري د امریکا او یا د ناټو سازمان د نورو غړیو هیوادونو نه پدې هیواد کې زمونږ ستونزه حل کولی شي.
په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قومندان وویل چې د امریکا د نوې ادارې نه به په افغانستان کې د امریکايي سرتیرو د شمیرې د لوړولو او دوې ته د لا زیاتو صلاحیتونو د ورکولو غوښتنه وکړي.
روسیه او ایران په افغانستان کې ښکاره مداخله کوي.
په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قومندان د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې روسیه او ایران د افغانستان په کورنیو چارو کې په ښکاره توګه مداخله کوي.
هغه زیاته کړه چې ایران د اوبو او تجارت په څیر د مسلو په اړه د افغانستان کې نږدې اړیکې جوړې کړي دي خو امریکا او ناټو په افغانستان کې د تهران د لاسوهنې او هلو ځلو نه ناراحته دي.
هغه زیاته کړه چې روسیه بیا په افغانستان کې د امریکا او ناټو سازمان لپاره کندې کینې. روسیه د طالبانو ویناګانو او خبرو ته د مشروعیت ورکولو په څیر هلې ځلې کوي.
که چیرې طالبان د ترهګرو سازمانونو په لست کې شامل کړی شي د جګړې په ډګر کې زمونږ پرمختګ لا پسې ګړندی شي.
د یادولو وړ ده چې امریکا په افغانستان کې د ۲۰۱۱ کال راهیسې د طالبانو سره د مخامخ جګړې صلاحیت نلري.
په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قومندان د یو سناتور ددې پوښتنې په ځواب کې
« ستاسې په نظر طالبان د ترهګرو په لست کې شاملولو ته اړتیا شتون لري؟» داسې وویل، که چیرې طالبان د ترهګرو په لست کې شامل کړې شي او په افغانستان کې امریکايي ځواکونو ته لا زیات صلاحیتونه ورکړل شي دا به د جګړې په ډګر کې مونږ لا پیاوړي کړي .
اړوند خبرونه
چین په بیجینګ کې د المان سفیر بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ
چین په بیجینګ کې د جرمني سفیر پاتریشیا فلور د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ.