ټرمپ: ايران لومړى نمبر ترهګر دولت دى.

د امريكا د متحدو ايالتونو ولسمشر ډانلډ ټرمپ په يوې مركه كې ايران د نړۍ په سطحه لومړى نمبر ترهګر دولت وباله.

666552
ټرمپ: ايران لومړى نمبر ترهګر دولت دى.

 

 

ټرمپ همداراز د اوباما د ادارې لخوا د ايران سره د اټومي لانجې پر سر لاسليك شوى تړون هم وغندلو او زياته يې كړه چې تر ټولو بد تړون دى.

ټرمپ د فاكس نيوز سره په مركه كې د ايران او ۵+۱ د هېوادونو ترمېنځ د لاسليك شوي تړون په اړه وويل چې نوموړي هېواد له دې تړونه جسارت ترلاسه كړى او امريكا ته درناوى نه لري.

ټرمپ ددې پوښتنې په ځواب كې چې آيا دا تړون به لغوه كړئ او كه نه يواځې وويل چې`` يواځې دومره ويلى شم چې هغوى زموږ د هېواد په كيسه كې نه دي. هغوى لومړى نمبر ترهګر دي. هر ځاى ته وسلې او پېسې ليږي.``

نوموړي زياته كړه چې ايران زموږ هېواد ته درناوى نه لري. `` كه چېرې هغوى ووايي چې اوس سره يو ځاى يو د لاسليك شوي تړون نه مې ملاتړ كولو خو برعكس  عمل كوي. هغوى جسارت پيدا كړ او زموږ الوتكې تعقيبوي. كوچنيو كيښتو سره زموږ د جنګي بېړيو شاوخوا ګرځي. هغه فكر كوي چې داسې احمق كسان شته چې دا ډول تړونونه لاسليكوي. د همدې امله موږ ته درناوى نه لري.

د بله پلوه امريكا پر ايران باندې نوي اقتصادي بنديزونه هم لګولي دي. ايران هم په ځواب كې اعلان وكړ چې په سيمه كې د امريكا د ګټو پر وړاندې به اړوند اقدامات وكړي.

دا په داسې حال كې ده چې د روسيې د بهرنيو چارو وزارت د ايران په اړه د ټرمپ پر څرګندونو نيوكه وكړه.


پيوندونه: #ټرمپ , #ايران , #احمق

اړوند خبرونه