فرانسې یو بل جومات د لمونځ کوونکو پر مخ وتړه.
په فرانسه کې د جوماتونو د تړولو لړۍ دوام لري
فرانسې یو بل جومات د لمونځ کوونکو پر مخ وتړه.
د فرانسې د کورنیو چارو وزارت په هیواد کې د روان بیړني حالت د قانون په چوکاټ کې د یو بل جومات د تړولو نه خبر ورکړ.
د فرانسې د کورنیو چارو وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي دي، د دارالسلام په نامه جومات د ملا امام لخوا يي خلک تند لارۍ او بیلتون ته د تشویقولو له امله د روان بیړني حالت د قانون په چوکاټ کې وتړل شو.
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د یاد شوي جومات ملا امام به د سیمې خلک د ټولنیز فشارونو لاندې نیول او پدې ډول به يي خلک تندلارۍ ته هڅول.
د یادولو وړ ده چې په فرانسه کې د بیړني حالت د اعلانیدو نه راپدیخوا تر شلو ډیر جوماتونه د لمونځ کوونکو پر مخ تړل شوي دي.
د ۲۰۱۵ کال د نوامبر په ۱۳ مه نیټه د فرانسې د پلازمینې پاریس په شپږمه سیمه کې د ترهګریز برید نه وروسته چې له امله يي ۱۳۰ تنو ژوند د لاسه ورکړی وو په فرانسه کې بیړنی حالت اعلان شو.
همداشان فرانسې چې کله بیړني حالت لرې کولو ته تیاری ونیو د نوموړي هیواد د نیس په ښار کې یو ځل بیا ترهګریز برید وشو چې پایله کې ۸۴ تنو ژوند د لاسه ورکړ. فرانسې ددې برید نه وروسته د بیړني حالت د مودې د غځولو پریکړه وکړه.