په امریکا کې پولیسو ۵ کلن  مسلمان ماشوم په لاسونو کې ولچکې واچولې.

امریکا پولیسو د مسلمانانو سره د بد چلند په برخه کې د اسراییلي سرتیرو نه خپه اړولې ده

662805
په امریکا کې پولیسو ۵ کلن  مسلمان ماشوم په لاسونو کې ولچکې واچولې.

په امریکا کې پولیسو ۵ کلن  مسلمان ماشوم په لاسونو کې ولچکې واچولې.

 د امریکا  د ولسمشر دونالد ټرامپ  لخوا امریکا ته د ۷ اسلامي هیوادونو د وګړو په راننوتو د بندیز لګولو نه وروسته  د امریکا  پولیسو یو ۵ کلن ایران الاصله امریکايي مسلمان ماشوم ته په لاسونو کې ولچکې  واچولې.

د امریکا  پولیسو  داځل  یو   پنځه کلن ماشوم  چې د امریکا تابعیت هم  درلود  د واشنګټن په هوايي ډګر کې  ددې په بهانه  چې مسلمان  او ایران الاصله  دی امریکا ته د ننوتو د مخنیوي هڅه وکړه. پولیسو نوموړی  ۵ کلن ماشوم د څو ساعتونو لپاره د کورنۍ نه جلا کړی وو  او په لاسونو کې ورته  ولچکې اچولې وې.

د امریکايي پولیسو دې چلند  د کانګرس  د ځینو غړیو سخت غبرګون هم پارولی دی.

د ۵ کلن مسلمان  ماشوم سره د پولیسو  د دې ضد انساني  چلند نه پرده د امریکا په کانګرس کې  د ډیموکراټ ګوند غړي  چریس وان هولانډ  پورته کړه.

هغه  خبریالانو ته وویل چې  د واشنګټن  د دولیس  په هوايي دګر کې  ایران الاصله  مسلمانه امریکايي کورنۍ  د څو ساعتونو لپاره  وځنډول شول. پولیسو  د نوموړې کورنۍ  ۵ کلن  ماشوم  د کورنۍ نه  جلا کړی وو او د څو ساعتونو لپاره يي ورته په لاسونو کې  ولچکې اچولې وې.

امریکايي وکیل وویل چې  نوموړي ماشوم سره پداسې حال کې دا ضد انساني چلند شوی دی چې  د امریکا تابعیت لري  او ددې هیواد  وګړی دی.

د سپینې مانۍ ویاند  شیان سپایسر  د نوموړې پیښې په اړه خبریالانو ته وویل، نوموړي  ۵ کلن ماشوم  امریکا ته تهدید  جوړ کړی وو ځکه د پولیسو لخوا ورته په لاسونو کې ولچکې  اچول شوې وې.

ویاند وویل چې  د تهدید  پر مهال  عمر او جنسیت ته  توجه کول  غلطه خبره ده . مونږ نه پوهیږو چې څوک  څه وخت  مونږ ته  ضرر  رسوي. ولسمشر  غواړي چې په ډیره لنډه موده کې په امریکا کې  امنیت  ټینګ کړي.

د ولسمشر د ویاند  دې څرګندونو   په امریکا کې لا زیات غبرګونونه پارولي دي.



اړوند خبرونه