د مسلمانانو سره د يهودانو بې سارې همكاري
د امريكا د تكزاس د ايالت په يو كوچني ښار كې وروسته له هغې چې د مسلمانانو يواځينى مسجد د اورلګېدنې له امله وسوځېدلو، په سيمه كې مېشتو يهودانو يې مرستې ته ودانګل.
د امريكا د تكزاس د ايالت په يو كوچني ښار كې وروسته له هغې چې د مسلمانانو يواځينى مسجد د اورلګېدنې له امله وسوځېدلو، په سيمه كې مېشتو يهودانو يې مرستې ته ودانګل.
د سيمې يهودي اوسېدونكو پرېكړه وكړه چې د خپلې صومعې كونجي مسلمانانو ته وركړي تر څو مسلمانان په كې لمونځ ادا كړي.
د ويكتوريا اسلامي مركز د تېرې شنبې په ورځ د اورلګېدنې له امله وسوځېدلو. تر اوسه پورې د پېښې د لامل په اړه معلومات نشته دى خو د امريكا فدرالي پوليسو په څېړنو پيل كړى دى.
ددې سره سره د سيمې مسلمانان به تر هغه پورې چې مسجد يې بېرته جوړيږي، خپل عبادت د يهودانو په صومعه كې ادا كوي. ځكه د مسلمانانو يهودي ګاونډيانو د خپلې صومعې كونجي مسلمانانو ته وركړې ده.
په سيمه كې د بنايي اسراييل د صومعې مشر رابرټ لويب څرګنده كړه چې `` دلته هر څوك يو بل پېژني. زه په خپله يو زيات شمېر مسلمانان پېژنم چې دې مسجد ته راتلل. د پېښې له امله اندېښمن يو. كله چې كومه ناوړه پېښه رامنځته شي نو بايد ټول سره يو ځاى ودريږو. زموږ په سيمه كې د يهودانو د عبادت لپاره ډېر نور ځايونه هم شته دى. خو شاوخوا د ۱۰۰ تنو مسلمانانو د عبادت لپاره بل ځاى نشته دى.``
د مسلمانانو مسجد او اسلامي مركز په ۲۰۰۰م كال كې فعال شوى وو چې د تېرې شنبې په شپه د امريكا د ولسمشر ډانلډ ټرمپ لخوا امريكا ته د ۷ مسلمانو هېوادونو پر هېوادوالو باندې د راتګ د بنديز د لګولو نه څو ساعته وروسته د نامعلومو كسانو لخوا وسوځول شو.