د ټرامپ پر خلاف د کاناډا د لومړي وزیر غبرګون

د کاناډا  لومړي وزیر ترودو  د امریکا ولسمشر ټرامپ ته  د کډوالو په برخه کې  د درس ورکولو  په څیر  پیغام  خپور کړ.

661352
د ټرامپ پر خلاف د کاناډا د لومړي وزیر غبرګون

د کاناډا  لومړي وزیر ترودو  د امریکا ولسمشر ټرامپ ته  د کډوالو په برخه کې  د درس ورکولو  په څیر  پیغام  خپور کړ.

کاناډا ویلي هغه  کسانو ته  چې امریکا ته د سفر پر مهال په هوايي ډګرونو کې نیول کیږي  موقتي پناه ورکولو  ته تیار دي.

د امریکا نوي ولسمشر ټرامپ  د تیرې جمعې په ورځ  د کډوالو او ۷ اسلامي هیوادونو وګړو په اړه  د اجراییوي حکم  د صادرولو  د ۱۲۰ ورځو پورې امریکا ته په راننوتلو بندیز ولګو.

د امریکا د ولسمشر ددې پریکړې نه یواځې څو ساعته وروسته  ځیني عراقي وګړي چې  د رسمي ویزې سره  امریکا ته راغلي وو د نیویارک په هوايي ډګر کې د پولیسو لخوا ونیول شول.

دې مسلې  په ټوله امریکا او نړۍ کې  سخت غبرګونونه وپارول. د کاناډا  لومړي وزیر بیا  د ټرامپ  ددې پریکړې په غبرګون کې  د ټولنیزې مډیا له لارې  پیغام خپور کړ.کاناډا  د ټولو هغه کډوالو او کسانو لپاره چې  امریکا ته راځي او په هوايي دګرونو کې  نیول کیږي  غیږ پرانیسته.

د کاناډا لومړي وزیر جاستین ترودو  د ټرامپ  د پریکړې په غبرګون کې د ټویټر له لارې په خپور کړي پیغام کې ویلي دي « د ظلم، ترهګرۍ او جګړو نه  راتښتیدولو کسانو پر مخ  زمونږ دروازې  د تل لپاره پرانیستي دي. دا کسان چې د هرې عقیدې او دین  لارویان  وي زمونږ لپاره فرق نکوي. ځکه چې  دیني او توکمي  تنوع زمونږ اصلي طاقت  دی. »

د کاناډا  لومړي وزیر  د خپور کړي پیغام لاندې  د کډوالو انځور خپور کړی  او لیکلي دي چې کاناډا ته  پخیر  راغلۍ.



اړوند خبرونه