د امریکا د ۱۶ ایالتونو څارنوالانو د کډوالو په اړه د ټرامپ پریکړه وغندله
د امریکا د نوي ولسمشر دونالد ټرامپ لخوا امریکا ته د ۷ اسلامي هیوادونو د وګړو په راتګ د بندیز لګولو په اړه سخت غبرګونونه د لویدو په حال کې دي.
![د امریکا د ۱۶ ایالتونو څارنوالانو د کډوالو په اړه د ټرامپ پریکړه وغندله](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/adaa/d5f1/8fd8/588eb7938e14a.jpg?time=1719028721)
د امریکا د نوي ولسمشر دونالد ټرامپ لخوا امریکا ته د ۷ اسلامي هیوادونو د وګړو په راتګ د بندیز لګولو په اړه سخت غبرګونونه د لویدو په حال کې دي.
داځل د امریکا د ۱۶ ایالتونو لوی څارنوالانو د ټرامپ دا پریکړه په کلکو ټکو وغندله او ددې پریکړې نه د امریکا د قوانینو او ارزښتونو پر خلاف د پریکړې په توګه یادونه وکړه.
د امریکا د ۱۶ ایالتونو لوی څارنوالانو د ولسمشر ټرامپ لخوا امریکا ته د ۷ اسلامي هیوادونو د وګړو په راتګ د بندیز لګولو د پریکړې پر خلاف ګډه اعلامیه خپره کړه.
په اعلامیه کې راغلي دي چې « څه باندې ۱۳۰ میلیونو تنو امریکایانو او په ۱۶ ایالتونو کې د میشتو په سلګونو زرو تنو بهرنیانو د څارنوالانو په توګه امریکا ته هیواد ته د مسلمانانو په راتګ د بندیز لګولو اړوند د ولسمشر ټرامپ پریکړه چې د هیواد د اساسي قانون او ارزښتونو سره په ټکر کې غندو.»
په اعلامیه کې ددې خبرې په ټینګار ویل شوي دي چې دیني ازادي او ډیموکراسي د امریکا اصلي ارزښتونه او اساس تشکیلوي. هیڅ ولسمشر دا حقیقت بدلولی نشي.
د ویلو ده چې دا اعلامیه د نیویارک، واشنګټن ډي سي، کالیفورونیا، پنسلوانیا، ماساچوست، هاوايي، ویرجینا، اورګن، کنتیکټ ، ویرمونت، ایلینوی، نیومکسیکو، لووا، مین ،ماري لانډ او واشنګټن ایالتونو د لوی څارنوالانو لخوا په ګډه خپره شوې ده .
اړوند خبرونه
![د امریکا ولسمشر بایدن د کډوالو په اړه خپل نوی پروګرام اعلان کړ. ۵۰۰ زرو تنو ته د امریکا تابعیت ورکوي](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/b6c4/67e4/c1e5/66615bc834834.jpg?time=1719028722)
د امریکا ولسمشر بایدن د کډوالو په اړه خپل نوی پروګرام اعلان کړ. ۵۰۰ زرو تنو ته د امریکا تابعیت ورکوي
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له ۲۴ کلونو وروسته په رسمي سفر شمالي کوریا ته ولاړ.
د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون په هوايي ډګر کې د پوتین هرکلی وکړ.